د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

طالبانو د نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره څلور کلنه ستراتېژي چمتو کړې


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره په خپله څلورکلنه ستراتيژۍ کې شپږ عمده هدفونه ټاکلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په خپله څلورکلنه ستراتېژۍ کې په شپږو برخو کې له نشه يي موادو سره مبارزه کوي.

په دې ستراتېژۍ کې په ښارونو کې پر امنیت او نظم د ټينګار تر څنګ، ځينې برخې يې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ځانګړي شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې ستراتېژۍ کې له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره شپږ هدفونه ټاکلي او وړاندوینه يې کړې چې دې شپږو هدفونو ته د رسېدو په صورت کې به په افغانستان کې د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو جوړول، استعمال او قاچاق کم شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر ویاند مولوي حسيب الله احمدي وايي، دا شپږ هدفونه له نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو جوړولو، قاچاقو او استعمال سره د دوی د دوه کلنې مبارزې تجربې ته په کتو سره چمتو شوي دي.

نوموړی وايي: "لومړی د هغه فرمان عملي کېدل دي چې د نشه يي موادو د بنديز په اړه صادر شوی دی، د هېواد د مرکز او ولایتونو په کچه د نشه يي موادو پر ضد عملیات کول، د مرکز او ولایتونو په کچه د تخصصي کورسونو جوړېدل، د امارتي او خصوصي سکټورونو تر منځ همغږي، په هېواد کې د نشه يي بوټو د سروې کول او شپږم هم له سيمه ييزو او نړیوالو هېوادونو سره د نشه يي موادو د بنديز په اړه همغږي او همکاري ده."

دا ستراتېژي داسې مهال چمتو کېږي چې نړیواله ټولنه انتظار باسي چې تر يوې نيمې راتلونکې مياشتې پورې د نوي فصل د تاریاکو تر راټولولو وروسته له نشه يي موادو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې څرنګوالی روښانه شي.

د طالبانو حکومت داسې مهال له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه د سيمې له هېوادونو سره پر همغږۍ ټينګار کوي چې په دوو جلا جلا پېښو کې د تاجکستان د سرحدي پولیسو او نشه يي موادو د قاچاق کوونکو تر منځ نښته کې د تاجکستان يو لوړپوړی افسر ووژل شو او په يوه بله نښته کې د تاجکستان پولیسو د اویا ميليونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد داسې مهال ونيول چې له افغانستان څخه تاجکستان ته قاچاق کېدل.

کارپوهان وايي چې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له‌خوا په افغانستان کې د نشه يي مواد نه څارلو نړیواله ټولنه او سيمې هېوادونه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت پر اراده شکمن کړي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د پالیسۍ او سروې پخوانی رییس نجيب الله احمدي وايي، د طالبانو حکومت تر دې مهاله له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه په عمل کې خپل صداقت نه‌دی ثابت کړی.

نوموړی وايي: "د طالبانو خبرې د هغوی له عملي کار سره ډېر توپير لري، که نن په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو مافيايي ډلو د نشه يي موادو زېرمو یا د افغانستان د پولو وضعیت ته وګورو یا دې ته وګورو چې د یوه کيلوګرامو تارياکو بیه له دوه پنځوس څخه تر پنځه سوه امريکايي ډالرو څخه ډېره پورته شوې، دا حالت برعکس داسې څرګندېږي چې په افغانستان کې تکړه اقتصاد پوهان د نشه يي موادو وضعیت په خپله ګټه ډېر ښه کنټرولوي."

د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتېژي داسې مهال چمتو کوي چې دوی له یوه کال راهيسې بې له دې چې یو منظم پلان ولري، د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو تولید، قاچاقو او استعمال په اړه د خپل مشر فرمان عملي کوي.

اوس به وکتل شي چې د دوی څلور کلنه ستراتېژي د کوکنارو د کښت په مخنيوي او نړیوالې ټولنې د همکارۍ د جلب په برخه کې څومره عملي او ګټوره ده.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG