د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

یوناما: په افغانستان کې يوازې ۳۰زره معتادين روغتیايي اسانتیاوې لري


ارشیف: په کابل کې پر نشه يي توکو اخته کسان
ارشیف: په کابل کې پر نشه يي توکو اخته کسان

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د افغانستان له درې نیم ميلیون معتادینو څخه يوازې دېرش زره يې روغتیايي اسانتیاوي په واک کې لري.

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره له ۲۰۲۳ م څخه بیا تر ۲۰۲۵ م ميلادي کاله پورې خپل ستراتېژیک چوکاټ اعلان کړ، په دې چوکاټ کې راغلي، که څه هم د کوکنارو د کښت کمولو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو بیا هم په افغانستان کې معتادین مخ پر ډېرېدو دي.

د دې سازمان په تازه ستراتېژۍ کې ويل شوي چې د افغانستان له درې نیم میليونو معتادینو څخه يوازې دېرش زره معتادین د درملنې اسانتیاوي لري.

د یوناما څېړنې ښيي، افغانستان په اسيا کې دریم هېواد دی چې، د 'ایچ آی وي'په ويرس ډېر ککړ ناروغان لري، ځکه هغه معتادین چې نشه يي مواد ځانو ته پېچکاري کوي د پېچکارۍ نوي بمبې نه لري او څو معتادین د 'ایچ آی وي' په وايرس ککړه بمبه په ګډه استعمالوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموریت یا یوناما دفتر مرستیال مارکس پوټزل د دې سازمان رسنیو ته په خبرو کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د معتادینو پالنې ته دي ډېر پام وکړي.

پوټزل ويلي: "موږ د معتادینو د درملنې مرکزونه وینو، واکمن مقامات کولای شي چې د دې مرکزونو د خوراک، جامو او درملو لپاره ډېرې پيسې ځانګړي کړي. دغه ډول موږ له نړیوالې ټولنې څخه هم غواړو چې په دې برخه کې مرسته وکړي. موږ د سيمې له هغو هېوادونو سره همکاري کوو چې د معتادینو درملنې ته لېواله دي، له هغوی څخه غواړو چې په دې برخه کې له واکمنو مقاماتو سره مرسته وکړي."

د طالبانو حکومت له اسنادو پرته ادعا کوي چې په افغانستان کې د معتادینو شمېر پنځو ميلیونو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د معتادینو د شمېر معلومولو لپاره په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ملګرو ملتونو د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته وروستۍ سروې وکړه، د دې سروې پر بنسټ، د معتادینو او اعتیاد له امله د زیانمنو شویو خلکو شمېر تر درې ميلیونو ډېر ښودل شوی و.

د معتادینو د درملنې کارپوهان د معتادینو په مرکزونو کې د امکاناتو او مسلکي اشخاصو نشتوالی د معتادینو د ډېرېدو اصلي لامل بولي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر ارشاد منصور وايي چې د معتادینو د درملنې بهير ډېر وخت او ډېر مصرف ته اړتیا لري.

منصور وویل: "له بده مرغه چې د اعتیاد درملنه ډېره اوږدمهاله او مصرفي ده، د دې درملنې لپاره تر هر څه مخکې مهمه دا ده چې باید کافي بشري سرچينې او مسلکي افراد موجود وي، د درملنې هغه مرکزونه چې د تېرو شلو کالو په بهیر کې یو په بل پسې جوړ شول، اوس يې ډېری غير فعال او له بندېدو سره مخ دي. هغه خلک چې په دې برخه کې پانګونه ورباندې شوې وه هغوی وظيفې له لاسه ورکړي دي."

د طالبانو حکومت په تېر ژمي کې اعلان وکړ چې دوی په کابل کې د معتادینو د درملنې پنځه زره بستريز مرکز فعاله کړ او د سلګونو معتادینو د درملنې لپاره يې زمینه برابره کړې ده، خو د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې، دا مرکزونه د خوړو، درملو، صابن او شامپو له جدي ستونزو سره مخ دي.

د راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG