د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د پُل سوخته نوم پر خوشبختۍ بدلول؛ کارپوهان: دا کار يوازې سمبوليکه بڼه لري


کابل کې پُل سوخته تر رغونې وروسته
کابل کې پُل سوخته تر رغونې وروسته

پُل سوخته د خوشبختۍ تر پُوله.

هغه پُل چې تر لاندې یې څو کاله دوامداره په زرګونو ځوانان، ښځې او ماشومان د نشه‌يي توکو قرباني وو.

دا پُل په کابل کې د بې کوره نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لپاره خوندي ځای و.

ياد پُل چې د ډول ډول نشه‌يي توکو د لوګيو له امله یې تور او غمجن انځور خپل کړی و اوس په ښه ځای بدل شوی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ له دغه پله څخه سلګونه روږدي کسان راټول کړي او د مسوولینو په خبره یې د درملنې لپاره یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

له‌دې ځای څخه مو کثافات ټول کړل او د بیا رغونې کارمو په‌کې پیل کړ."

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل، اوس د پُل سوخته نوم د خوشبختۍ پُل دی.

نوموړي وويل: "د پُل سوخته سيمه له بده مرغه د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د معتادینو او د هغو کسانو ځای و، چې مخدره مواد یې خرڅول. په دې اساس د څو ادارو له‌خوا همغږي وشوه، چې په‌کې د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب، د کابل امنیه قومنداني، د عامې روغتیا د وزارت په استازیتوب د معتادینو روغتون او کابل ښاروالۍ په ګډه له دې ځایه معتادین راټول کړل او دا سیمه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه. له‌دې ځای څخه مو کثافات ټول کړل او د بیا رغونې کارمو په‌کې پیل کړ."

د پلُ سوخته د رغونې د مهال انځور
د پلُ سوخته د رغونې د مهال انځور

د پُل سوخته بیا رغونې او له دغه ځای څخه د روږدو کسانو راټولولو د کابل ښاریانو پام ځان ته اړولی او یو شمېر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د دغه پله د نویو عکسونو په خپرولو د ښاروالۍ دا کار ستایلی دی.

له دوی څخه یوه تن مسعود ازادي راډيو ته وویل: "پُل سوخته یو ډېر بد بویه ځای و، چې په زرګونو ځوانانو یې تر لاندې ژوند کاوه، دوی په ځمکه لوېدل او تدریجي مرګ سره مخ وو، دا چې نوي حکومت دا ځای بیا جوړ کړی او د خوشبختۍ نوم یې ورباندې کېښوده، موږ یې دا کار ستایو ،خو هیله‌من یم چې نور کارونه هم وکړي امنیت تامین کړي، د نجونو او ښځو پر وړاندې محدودیتونو لرې کړي."

"پُل سوخته یو ډېر بد بویه ځای و، چې په زرګونو ځوانانو یې تر لاندې ژوند کاوه

د یکشنبې په ورځ بیا د کابل ښاروالۍ له‌خوا د سیرت خپرندویې ټولنې په همکارۍ په دغه سیمه کې د کتاب لوستلو کمپاین هم جوړ شوی و، چې لسګونه کسانو په‌کې ګډون کړی و.

په ټولنیزو شبکو کې له دغه کمپاین څخه په خپرو شویو انځورونو کې ځینې نجونې هم لیدل کېږي چې کتابونه لولي.

شاعر او ليکوال جلال امرخېل پر خپله ټويټر پاڼه د همدا شان یو انځور په خپرولو سره لیکلي، طالبانو پر ښځو سخت بنديزونه لګولي، خو د خپلو تبليغاتو له امله يې ښځو ته په دې کمپاين کې د ګډون اجازه ورکړې ده.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي او ښځې او نجونې یې له لوړو زده‌کړو هم راګرځولي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د برخې کارپوهان بیا د پُل سوخته د رغولو په اړه وايي، دا سمبولیک ارزښت لري او د اعتیاد د له‌منځه وړلو لپاره په روغتونونو کې مسلکي درملنې ته اړتیا ده.

یو له دغو کارپوهانو څخه ډاکټر ارشاد منصور ازادي راډيو ته وویل: "د دې سیمې بیارغونه سمبولیک ارزښت لري، د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره باید د درملنې اسانتیاوې برابرې شي، د درملنې لپاره ظرفیتونه رامنځته شي، مسلکي کسان وګمارل شي. ځکه چې په دې برخه کې ډېری مسلکي کسان وزګاره شوي، نو هیله نه‌شته چې دا ستونزه به حل شي."

د پُل سوخته مخکنۍ بڼه
د پُل سوخته مخکنۍ بڼه

تر دې مخکې بیا په نشه‌يي توکو یو شمېر روږدو کسانو، چې درملنې یې شوې وه ازادي راډیو ته یې ویلي وو، تر کومه چې نشه‌يي توکو ته اسانه لاس‌رسی موجود وي، د اعتیاد ریښې وچول ناشونی کار دی.

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو او عامې روغتیا د وزارتونو نظر هم ولرو، خو ځواب مو ترلاسه نه‌کړ.

لیکوال او ژورنالېست نستو نادري، چې یو مهال په نشه‌يي توکو روږدی و، په خپل
کتاب "پُل سوخته اخر دنیا " کې یې لیکلي، د پله له لاندې څخه یې پاس خلک لیدل چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي او د مور او زوی په تېرېدلو سره یې، احساس کاوه چې د نړۍ د ټولو سمندرونو اوبه یې له سترګو څخه روانې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارې ادارې له‌خوا په ۲۰۱۵ کال کې د ترسره شوې وروستۍ سروې له‌مخې، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې درې میلیونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په نشه‌يي توکو روږدي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG