د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ډاکټران: تر درملنې وروسته د معتاد ذهني مهارتونه بيرته رغېدای شي


ارشیف: په کابل کې په نشه يي موادو اخته کسان
ارشیف: په کابل کې په نشه يي موادو اخته کسان

ډاکټران وايي، که څه هم اعتیاد یوه ذهني ناروغي ده او د دې تر څنګ د انسان جسمي قوت هم کموي، خو تر اعتیاد وروسته د معتاد ظرفيت او له لاسه وتلي مهارتونه بيرته ترلاسه کېدای شي.

مجید تر شل کلنې نشې وروسته جوړ شوی او اوس د مسلکي زده کړو په یوه مرکز کې له نورو روغو شویو معتادینو سره مرسته کوي.

مجید شل کاله نشه کړې ده، ده به شپه او ورځ په لارو او کوڅو کې پلاستکي شیان ټولول، بيا به يې دا شیان خرڅول او په هغو پيسو به يې نشه يي مواد رانيول.

مجيد تر درملنې وروسته د ښې راتلونکې په هیله د برېښنا په برخه کې مسلکي زده کړې وکړې.

مجید اوس د امېد په نوم د مسلکي زده کړو یوه دولتي مرکز کې د صفا کار په توګه کار کوي، دی وايي که یو معتاد ټینګه اراده وکړي، کولای شي چې نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي.

هغه زیاته کړه: " دا خبره دې هیڅوک نه کوي چې نشه نه شم پرېښودلای. هر څوک نشه پرېښودلای شي، خو په دې شرط چې ټينګه اراده وکړي، پر ځان فشار راوړي او د ستونزو په مقابل کې زغم ولري. داسې کسان به خامخا د نشه يي موادو له تیارو څخه ژغورل کېږي."

د امېد مرکز یو استاد نقیب الله د مجید ظرفیت او کاري وړتیا ستایي.

هغه وویل: "مجید لويې ځانګړتياوي لري، دی اوس له تیارو څخه را وتلی او په تازه هیلو یې ژوند پیل کړی دی. دی اوس د یوه نوي کسب خاوند دی، دی کولای شي چې له دې مسلک څخه په ګټې اخيستلو سره په بازار کې کار وکړي او ښه ګټه ولري."

مجید د برښنا په برخه کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ په امید مرکز کې جوړو شویو معتادینو ته د خوړو په وېشلو کې هم مرسته کوي.

د امېد مرکز اشپز حامد وايي چې مجید د خوړو په چمتو کولو کې مرسته ورسره کوي.

هغه وايي: "مجید ډوډۍ وېشي، صفاکاري کوي او د اشپزۍ پر مهال له ما سره هم مرسته کوي. زه د ده له کار څخه خوښ یم. دی خپل کارونه ډېر منظم او ښه ترسره کوي."

ارواپوهان وايي چې تر نشې پرېښودلو وروسته د جوړو شویو معتادینو ظرفیت لوړېدلای شي او دوی کولای شي چې په ټولنه کې خپل پخواني مسوولیتونه بېرته ادا کړي.

د امېد مرکز د لیلیې مسوول فهیم وايي چې د مجید په اړه د خلکو نظرونه بدل شوي دي، خلک اوس هغه ته د خپل همکار په سترګه ګوري او درناوی يې کوي.

هغه وویل: "کله چې مجید جان تر درملنې وروسته د امېد مرکز ته راغی، پر خپل ځان يې ډېر باور درلود، ده خپله غوښتل چې نشه پرېږدي. کله چې موږ د ده کار ولید، نو پرېکړه مو وکړه چې باید په دې مرکز کې کار وکړي، دی اوس دلته زموږ سره کار کوي."

ډاکټران وايي چې مجید اوس د نورو معتادینو لپاره یوه ښه بېلګه ده، دی معتادینو ته دا پیغام ورکوي چې ټول معتادین د نشې پرېښودلو وړتیا لري او بېرته خپل عادي ژوند ته را ګرځېدلای شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG