د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان له نړیوال مشروعیت سره اوږد واټن لري


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نور چارواکي - تصویر له ارشیفه
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نور چارواکي - تصویر له ارشیفه

که څه هم د طالبانو حکومت وار- وار له نړیوالې ټولنې غوښتي څو د دوی حکومت په رسمیت وپیژني، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت په تازه ګۍ ویلي، چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره اوږده لار پاتې ده.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند میټو میلرپرون په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وویل، طالبانو یې ته واضح کړې چې که غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړی، مشخص ګامونه دي؛ چې باید یې تر سره کړئ.

ښاغلي میلر زیاته کړه: " موږ طالبانو ته واضح کړې ده که غواړئ نړیوال رسمیت پېژندلو ته، څه چې ډیر لرې دی، ورسیږئ؛ یو شمېر مشخص ګامونه دي، هیله من یو چې هغه تر سره کړئ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو میلر که څه هم په دې اړه ډیر معلومات ورنکړل، خو له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند یې د اندیښنې وړ وباله.

امریکایي ویاند دا هم زیاته کړه، چې د طالبانو وروستیو کړنو ته یې پام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر

سرچینې زیاته کړه، د ښځو او نجونو پر وړاندې داسې تبعیضي ګامونه اخیستل شوي، چې په سختو ټکو یې پر وړاندې اعتراض لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل،نړیواله ټولنه هم د طالبانوپه کړنو پوهېږي او د همدغو کړنو، پر بنسټ به ورسره اړیکي پالي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د طالبانو له رسمیت پېژندلو سره مخالفې دي او وایي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر ځای دې نړیواله ټولنه پر هغوی لا ډیر فشارونه راوړي.

د ښځو د حقونو فعاله ماجبین احمدزۍ ازادي راډيو ته وویل:"زه له دې نظام لا وړاندې د خبریالۍ په کار بوخته وم، د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناسته یم، خو دا تر اوسه پورې یوه ستونزه ده، دا چې موږ دومره زده کړې کړې دي، خو زما په څیر ډېرې نورې ښځې او نجونې په کور ناستې دي، حد اقل دا ښځې خو دومره کولای شي چې خپل مصرف وباسي، خو اوس ټولې په کور ناستې دي."

بل لور ته: طالبان تل ادعا کوي، چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه یې ورکړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت، په داسې حال کې د افغانو ښځو او نجونو وضیعت د اندیښنې وړ بللی، چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د زده کړو او کار دروازې تړل شوې دي.

یوه نجلی چې د پوهنتون محصله وه او نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:" زه د پوهنتون محصله وم، او په یوې موسسې کې مې هم کار کاوه، د ټول کور لګښت د مور، پلار، خسر او ورور زما په غاړه دی، پلار مې ناروغه دی، له بده مرغه کله چې طالبان راغلل، د پوهنتونوو دروازې یې بندې کړې، او په عین وخت کې یې ښځې هم په کور کینولې، زما په نظر که طالبان په رسمیت وپیژندل شي، نو پر ښځو به محدودیتونه لا ډیر کړي."

د کابل پوهنتون له مخې ځواب شوې محصلانې
د کابل پوهنتون له مخې ځواب شوې محصلانې

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه د راپور تر خپریدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لږیدلي دي.

یو شمېر افغان ښځې او نجونې وایي، دغه وضیعت د ښځو او نجونو پر ژوند منفي اغیز کړی او له رواني او اقتصادي ستونزو سره یې مخ کړې دي.

ځينې نورې نجونې او ښځې بیا، د طالبانو د حکومت ترڅنګ پر نړیوالې ټولنې هم نیوکې لري، چې په وینا یې د دوی د ژغورنې او ملاتړ لپاره یې د پام وړ ګامونه نه دي اخېستي

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG