د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د هرات يو شمېر ښځې: طالبان هغه ښځې له موټرو ښکته کوي چې چادري يې نه وي اغوستي 


د هرات ښار په یوه څلورلاري کې ولاړ طالبان
د هرات ښار په یوه څلورلاري کې ولاړ طالبان

د هرات یو شمېر ښځینه استوګنې وايي، له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین د ښار په بېلابېلو سیمو کې هغه ښځې چې چادرنماز او چادرۍ یې نه وي اغوستې له موټرو ښکته کوي.

يوه مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې د امنيتي ستونزو له امله په راپور کې خپور شي، وايي د يکشنبې په ورځ له خپل پلار سره د دوی په شخصي موټر کې روان وو، چې د هرات ولایت د ګذرګاه په سيمه کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست د محتسبينو ودرول.

د هغې په وینا، ورته وویل شول، چې د حجاب نه لرلو لپاره امربالمعروف ادارې ته وړل کیږي او موټر یې ظبطیږي.

سرچینه زیاتوي: “لس پینځه لس دقیقې همالته وو، پلار مې ورسره سره غږېده چې دوی خو حجاب اغوستی، خبره یې نه اورېده، کله چې موټر نه ښکته شوو او مولوي زموږ حجابونه ولیدل، د تګ اجازه یې راکړه.”

ياده مېرمن ادعا کوي، چې محتسبینو بد چلند ورسره کړی او وېرولي یې دي.

نوموړی وايي، یاد ټکسي چلونکی یې له ژمنې وروسته بېرته خوشې کړی دی.

هرات کې ښځو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له چادرۍ او چادر نماز پرته نه شي ګرځیدای
هرات کې ښځو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له چادرۍ او چادر نماز پرته نه شي ګرځیدای

يوه بله مېرمن چې دا هم نه غواړي نوم يې په راپور کې یاد شي وايي، طالب چارواکو د هرات په دروازې خشک سيمه کې له ريکشا ځکه ښکته کړه، چې شال يې په سر و.

هغه زیاتوي، طالبان له حجاب څخه کوم څرګند تعريف نه‌لري.

د دې په وینا،اوس ورته ويل شوي چې د شال پر ځای دې چادر نماز په سروي.

ياده مېرمن وايي: “زه لاندې خواته راغلم، د زمان جان تر څلور لارې چې راورسېدم، هلته زرنج نه پورته کولم، ټکسي چلوونکي خو مو له دوو میاشتو را په دې خوا موټرو کې نه وړي.”

د هرات يوه بله اوسېدونکې سلما بېله کيسه لري.

سلما ازادي راډيو ته وويل: “۱۲کلنه لور لرم ان هغې ته یې وویل چې ماسک او ټکری بايد ولرې، بیا موټرچلوونکي د کوڅو له لارې بوتلو، ویل یې که په عمومي سړک لاړ شوو، لور دې له موټره ښکته کوي.”

د هرات ښار د حاجي عباس محلې او پای منار سیمو یو شمېر مېرمنو هم ازادي راډیو ته وویل، د ماسک او چادر نماز نه لرلو له امله طالبانو ورسره بد چلند کړی او له موټرو یې ښکته کړې دي.

په هرات کې یو ریکشا چلوونکی نعمت وايي، تېره اوونۍ طالبانو د هغه یو ټکسي چلوونکی ملګری چې ښځې یې له پوهنتون څخه د هرات تر نوي ښاره وړلې، د دې لپاره نیولی و، چې ګواکې نجونو حجاب نه درلود.

نوموړی وايي، یاد ټکسي چلونکی یې له ژمنې وروسته بېرته خوشې کړی دی.

ياد شوي ټکسي چلوونکي وويل، چې د طالبانو دغو محدوديتونو یې کار ستونزمن کړی.

هغه وايي: “د امر بالمعروف مسوولینو موږ ته وویل، کومې نجونې چې په رېکشا کې کېني ورته ووایئ چې ماسک، ټېکری او چادري واغوندي، که یې مخ پټ نه و، مه یې پورته کوئ، په دې شرایطو کې چې بې‌کاري او بې پیسه‌ګي اخري حد ته رسېدلې، موږ څه وکړو؟ چې ښځې ریکشا یا موټر ته پورته نه‌کړو د کورنۍ لګښتونه، نه‌شو پوره کولى.”

په هرات کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست
په هرات کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر او په هرات کې د دوى سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا مېرمنې په داسې حال کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له محتسبینو سرټکوي، چې یاد شوي وزارت خلکو ته د محتسبینو له چلند څخه د شکایت شریکولو ټلیفوني شمېرې اعلان کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ښځو پر کار، زده‌کړو او په لرې واټن سفرونو له بندیزونو وراخوا، د ښځو لپاره حجاب هم اجباري شوی، خو یو شمېر مېرمنې وايي چې طالبانو حجاب په څرګند ډول نه دی تعريف کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په نوي راپور کې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو؛ په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

راپور کې ويل شوي، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د هغو حکمونو صادرولو او پلي کولو ته دوام ورکوي چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او ورځني ژوند خلاف دي.

XS
SM
MD
LG