د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په راتلونکي کې د ښځو ونډه مهمه وبلله


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازی ټام وېسټ یو ځل بیا د افغانستان په راتلونکي کې د ښځو ونډه مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې ښځې حق لري زده کړې وکړي او وړتیاوې ولري.

نوموړي د جولای په ۱۳ مه د ملالې يوسفزۍ د ورځې په مناسبت په خپل ټوېټ کې ویلي چې په دې ورځ د نجونو د زده کړو د حق غوښتنه کوي.

ټام وېسټ همدا شان ویلي، ښځې حق لري زده کړې وکړي او وړتیاوې ولري.

د وېسټ ترڅنګ د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د ملالې ورځې په مناسبت د نوموړې د هغو هڅو ستاینه کړې چې په افغانستان کې یې د ښځو په ضد د طالبانو د افراطي او سیستماتیکو پالیسو په وړاندې د نړیوال اقدام د غوښتنې او نجونو او ښځو ته د زده کړو د مساوي لاسرسي په برخه کې کړې دي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان لپاره د دې دوو امریکايي استازو ترڅنګ د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د خپلې کلیزې په مناسبت په نایجریا کې یوې غونډې ته په وینا کې افغانستان په نړۍ کې هغه يوازېنی هېواد یاد کړ چې نجونې په کې له زده کړو محرومې دي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

یوسفزۍ همدا شان وویل چې په افغانستان کې له زده کړو منع شوې نجونې په کورونو کې بندې پاتې دي او خپلې هیلې له لاسه ورکوي.

خو ځینې افغان محصلانې او زده کوونکې بیا وايي چې له یوې خوا طالبان دوی ته ښکاره ځواب نه وايي چې کله به بېرته خپله ښوونځيو او پوهنتونونو ته ستنېږي او نه هم د نړیوالې ټولنې لخوا داسې همغږي اقدامات شوي چې طالبان د نجونو په زده کړو د بندیزونو ختمولو ته مجبور کړي.

په کابل کې د دولسم ټولګې یوه زده کوونکې شبانه، چې اوس په کور ناسته ده، وویل:"دوه کاله وشو چې ښوونځي تړل شوي، دا حالت مو ډېر ځوروي. که څه هم نړیواله ټولنه موږ ته هیلې او ژمنې راکوي، خو په عمل کې زموږ لپاره هېڅ هم نه کوي."

دغه راز په ننګرهار کې محصله سارا، چې هم په زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته اوس په کور ناسته ده، وویل: : "زه هېڅ دا تمه نه لرم، ځکه نه نړیواله ټولنه څه کوي او طالبان هم په دې خبرو چې نن یا یا سبا اقدام کوو، موږ غلطوي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو په او ټول افغانستان کې پر نجونو محصلانو د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو په او ټول افغانستان کې پر نجونو محصلانو د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

نړیواله ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د نجونو ته د زده کړو د حق ورکولو غوښتنه کوي چې څه موده مخکې ځینو زده کوونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په زده کړو بندیز او د نامعلوم راتلونکي له امله رواني ستونزې ورته پیدا شوې دي.

د طالبانو حکومت چې له واکمنېدو وروسته یې له شپږم ټولګي پورته او د تېر میلادي کال په وروستیو کې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه، تر دې دمه یې د دې بندیزونو د لرې کېدو په خاطر کومه کره نېټه نه ده وړاندې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG