د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

یوسفزۍ: افغان نجونې له زده کړو منع شوي، کور کې بندې پاتې او هیلې له لاسه ورکوي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو په او ټول افغانستان کې پر نجونو محصلانو د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو په او ټول افغانستان کې پر نجونو محصلانو د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې زده کړو ته لومړیتوب ورکړي او پر همدې برخه پانګونه ډېره کړي.

د نجونو د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، هیڅکله یې دا فکر نه کاوه چې افغانستان کې به د نجونو د تعلیم په برخه کې بشپړ شاتګ کېږي.

ملالې چې پرون چهارشنبه یې د خپلې کلیزې په مناسبت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته له نایجریا خبرې کولې وویل، د نړۍ مشران باید پر تعلیم پانګونه وکړي.

هغې د نجونو د تعلیم په برخه کې افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ناوړه وضعیت کې وباله.

د نجونو د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نجونو د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ وویل: "لس کاله مخکې میلیونونه افغان نجونې ښونځېو ته تللې، د هرو درېیو ځوانو ښځو له ډلې یوه یې پوهنتون کې وه، خو اوس افغانستان د نړۍ په کچه یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې له زده کړو منعه کړي دي. د یوې پېغلې په توګه زه پوهېدم چې پرمختګ به ورو وي، خو د یوه بشپړ شاتګ د لېدو هیڅ تمه مې نه درلوده. اوس په ټول هېواد کې نجونې له ښونځیو منعه شوي، کورونو کې بندې پاتې دي او هیلې له لاسه ورکوي."

له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښونځي بند کړل او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې يې نجونې له پوهنتونونو هم منعه کړې.

پر تعلیم سربېره افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر کار او یوشمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي، دا مهال د نړۍ په کچه ۱۲۹ میلیونه نجونې له تعلیمه بې برخې دي چې ډيره برخه یې افریقایي، اسیایي او د منځني ختیځ په هېوادونو کې دي.

د ملالۍ د کلیزې په مناسبت غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد چې تېره جنوري میاشت افغانستان ته هم تللې وه، خبرې وکړې.

امینه محمد په کابل کې له طالب چارواکي سره د لیدنې پر مهال - ارشیف
امینه محمد په کابل کې له طالب چارواکي سره د لیدنې پر مهال - ارشیف

هغې که څه هم د افغانستان پر وضعیت مشخصې خبرې ونه کړې، خو د نړۍ پر مشرانو یې غږ وکړ چې هیڅوک باید د تعلیم له حقه بې برخې نه کړي.

امینې محمد وویل: "ملاله او ملګري ملتونه پوهېږي چې دا (زده کړې) یوه هیله او خیال نه ، بلکې د بشر اساسي حق دی. موږ باید په واقعي ډول دا حق ټولو ته ورکړو او څوک ترې بې برخې نه کړو. د هرې کچې مشران چې دي باید د ملالې خبرې واوري او پر تعلیم پانګونه وکړي، دوی همدا اوس باید دا کار وکړي."

طالبانو په وار وار ویلي چې حکومت یې د نجونو د زده کړو مخالف نه دی، خو په خبره یې دوی د نجونو "خوندي" تعلیم ته د شرایطو په برابرولو بوخت دي.

بل لورته د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو د دیني زده کړو مدرسې پراخه شوي چې په ظاهره یې طالبان د ښونځیو او پوهنتونونو یو بدیل بولي.

په یوه نوي ګام کې د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې د اسوت القران په نوم د نجونو یوه مدرسه پرانیستل شوه چې د ۱۲ سوه زده کوونکو وړتیا لري.

کابل کې د نجونو یوه دیني مدرسه
کابل کې د نجونو یوه دیني مدرسه

اسوشېټېډپرېس اژانس د دغې مدرسې د مشر همت الله قریشي په حواله لیکلي چې دغه مدرسه کې پر دیني زده کړو سربېره نجونو ته د انګلیسي، کمپیوټر، ساینس او حرفو زده کړې هم ورکول کېږي.

دا چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په نږدې دوه کلونو کې ولې نجونو ته د ښونځیو او پوهنتونونو دننه د عصري زده کړو زمینه نه ده برابره کړې، هغه پوښتنه ده چې لا هم بې ځوابه پاتې ده.

XS
SM
MD
LG