د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د ناروې شارژدافېر طالبانو ته: د اړیکو ښه‌والي لپاره د ښځو حقونو ته درناوی اړین دی


د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافېر پال کلومان بکن په کابل کې د لیدنې پر مهال.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافېر پال کلومان بکن په کابل کې د لیدنې پر مهال.

د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافېر پال کلومان بکن وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره یې کتنه کې یادونه کړې چې د ښځو حقونو ته درناوی د اړیکو د ښه‌والي لپاره اړین دی.

د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافېر ټینګار کوي چې د ښځو حقونو، په ځانګړي ډول زده‌کړو او کار ته یې پرېښودل د طالبانو او نړیوالې ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ لپاره اړینه مسئله ده.

له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور. December 28, 2021
له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند انځور. December 28, 2021

پال کلومان بکن چې پرون یې په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتلي، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې لیدنه کې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره په مبارزې هم خبرې شوي دي.

که څه هم د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافېر په دې لیدنه کې د ښځو په زده‌کړو او کار ټینګار کړی، خو برعکس بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه خپله اعلامیه کې لیکلي چې پال کلومان بکن په خصوصي سکټور کي د ښځو کار ته د لاسرسي په زیاتوالې خوښي ښودلي دي.

هغه څه چې د افغانستان لپاره د ناروې د شارژدافېر له لیکنې سره تناقض لري او په کې ورنه هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا هم ويلي، د ناروې شارژدافېر سره لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې د ګډو ګامونو په پورته کولو ټینګار کړی.

متقي له دې هم سر ټکولی چې د دوی له ښو کارونو سره سره، نړیواله ټولنه تر اوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه‌ده را وړاندې شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د دې کتنې په اړه رسنیو ته لېږلي پیغام کې ویلي: "محترم متقي صاحب وویل چې د تېرو شلو کلونو پر پرتله د دومره سترو لاسته راوړنو سره سره نړیوال تر اوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه‌دي را وړاندې شوي او برعکس یې کوښښ کړی چې په اسلامي امارت فشارونه لا زیات کړې چې دا کار اعتماد سازۍ لپاره په زیان تمام شوی او د ولس په ذهنیت یې بد اثر کړی."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له نړیوالې ټولنې د نه تعامل شکایت کوي چې تر اوسه یې حکومت په افغانستان کې د ستونزو د اواري لپاره د نړیوالو یوه غوښتنه هم نه‌ده منلې.

د بشري حقونو نه مراعت، په ځانګړي ډول په افغان نجونو او ښځو هر اړخیز بندیزونه، د ټولشموله حکومت نه جوړول او ترهګرۍ سره په ثبوت مبارزه، هغه درې مهم موضوعات دي چې په ځلونو یې نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومته د عملي کېدو غوښتنه کړې.

خو بر عکس طالبانو یې د عملي کولو پر ځای دا مسایل د افغانستان کورنۍ چاره بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې موضوعاتو کې لاسوهنه و نه کړي.

ارشیف: افغان معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني. دوی وايي، طالبانو ترې ټول حقونه اخیستي دي.
ارشیف: افغان معترضو مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني. دوی وايي، طالبانو ترې ټول حقونه اخیستي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو نږدې دوه کاله په پوره کېدو دي، خو د دوى حکومت د پاکستان، ایران، چین او روسیې په ګډون چې طالبانو ته خورا نږدې ګڼل کېږي، نړیوالو په رسمیت‌ نه‌دی پېژندلی.

د دې تر څنګ، نړیوالې ټولنې او د افغانستان ګاونډیانو نه یوازې دا چې د طالبانو اوسني حکومت ته رسمیت نه‌دی ورکړی، بلکې په دې هېواد کې یې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د یوې روښانه تګلارې د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG