د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

کرزی: طالبان باید د دایمي سولې د ټینګښت په موخه ملي خبرې اترې پیل کړي


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي

د افغانستان او نړۍ یو شمېر سیاسي څېرو او نړیوالو بنسټونو، په خپلو اختریزو پیغامونو کې په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د طالبانو سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت په موخه ملي خبرې اترې پیل کړي.

په دغه پیغام کې، چې کرزي د چهارشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی، زیاته کړې یې ده، دی د داسې سولې غوښتونکی دی، چې ټول خلک په کې د اعتماد او مالکیت احساس وکړي او د یووالي په فضا کې دایمي سولې او ثبات، علم او پوهې، ځان بسیاینې او سوکالۍ ته ورسېږي.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د سولې او برابرۍ پر ټینګښت د ټینګار ترڅنګ، له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانانو اقتصادي ستونزې او ستونزمن بشري وضعیت درک کړي او د دغه هېواد ملاتړ او مرستې ته دې دوام ورکړي.

ډاکتر عبدالله عبدالله
ډاکتر عبدالله عبدالله

د ښځو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې هیله لري دا اختر د افغانانو لپاره چې په خبره یې، په سختیو او ظلمونو کې ژوند کوي، د سولې او ثبات پیلامه وي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د اختر په مناسبت په خپل ټوېټ کې لیکلي، هیله لري چې دا اختر د افغانانو لپاره د راتلونکي سولې او سوکالۍ پیل وي، چې په خبره یې، د نړیوالو ارزښتونو او اصولو پر بنسټ ولاړ وي.

د دې ترڅنګ یو شمېر نړیوالو سازمانونو لکه، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا، د خوړو نړیوال پروګرام، د جینوا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د لوی اختر په مناسبت په خپلو پیغامونو کې په افغانستان کې پر سولې او برابرۍ ټینګار کړی دی.

دغه شان د فرانسې خبري اژانس د خبریال مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا مستوفایا بهبودي د اختر په مناسب په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د دې یوازینۍ هیله دا ده چې مرتضی کور ته راستون شي.

د بهبودي تر څنګ د بېلابېلو برخو فعالان دا مهال د طالبانو په بند کې دي، چې د برخلیک په اړه یې معلومات نه شته.

تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په خپل اختریز پیغام کې د یوه مشروع او قانونمند نظام پر ژر تر ژره جوړولو ټینګار کړی و.

نوموړي ویلي وو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره يوې درېيمې لارې ته اړتيا ده او دى چمتو دى، چې پرته له کومې هيلې له خپلو افکارو سره د لارې د نقشې په جوړولو کې برخه واخلي.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات هغه مهال شونې ده، چې د ښځو حقونو ته درناوی وشي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې لیلا بسیم ازادي راډیو ته وویل: "دا څووم اختر دی، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې يې نمانځم، په خواشینۍ سره چې د طالبانو په حاکمیت کې ښځې له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوي او له ټولنې ګوښه شوي. د دې ورځې څخه په استفادې، د دې په هیله یم چې نړیواله ټولنه مو غږ واوري. مونږ هم د یو ټولشموله حکومت غوښتونکي یو، چې د خلکو په رايو وي، خپله خلک يې غوره کړي، ښځې په کې حضور ولري، قومي اقلیتونه په کې وي او داسې استبدادي او دیکتاتوري حکومت له مینځه یوړل شي."

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ادعا کړې، چې د دوی له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله

دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د امنیت شورا، د بخښنې نړیوال سازمان، نړیوالې ټولنې او یو شمېر افغانانو د طالبانو اوسنی حکومت، د زیات شمېر افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG