د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

کابل ته د فریدون سینیرلي اوغلو سفر؛ معترضو افغان مېرمنو ترې څه غوښتي؟


د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو افغانستان ته تللی او په کابل کې یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دي.

د فریدون سینرلي له سفر سره سم د معترضو مېرمنو د ایتلاف غړو په یو لیک کې له هغه غوښتي، چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي تر څو د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله حساب ورکړي.

د معترضو مېرمنو د ایتلاف په لیک له فریدون اوغلو او د هغه له ټیمه غوښتنه شوې، چې په هېواد کې د بشري حقونو روان بحران ته لومړیتوب ورکړي.

په دغه لیک کې راغلي، چې افغان مېرمنې په افغانستان کې د ښځو او دغه شان د قومي او مذهبي ډلو په وړاندې د شرایطو په خرابېدو ژوره اندېښنه څرګندوي او دغه شان د زده کړو، کار او ازاد تګ راتګ په برخه کې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو پرله پسې بندیزونو په حقیقت کې افغان مېرمنې له عمومي ژونده محرومې کړي دي.

په لیک کې دغه شان د تېر جمهوري حکومت د پوځي او ملکي کارمندانو د ژوند په اړه اندېښنه ښودل شوې او په کې راغلي، چې دوی د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل سرو نیونو، شکنجې، زندان او د مرګ له ګواښونو سره مخ دي.

په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور. May 16 2023
په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور. May 16 2023

د معترضو مېرمنو د ایتلاف د غړو په لیک کې راغلي، چې د افغان ولس د حقونو د درناوي او د بشري حقونو د نړیوالو ازښتونو د رعایتولو په برخه کې د طالبانو انکار د جدي اندېښنې وړ دی.

په همدې حال کې د معترضو مېرمنو د ایتلاف یوې غړې لیلا بسیم ازادي راډيو ته وویل، په دې لیک کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون اوغلو څخه غوښتي، چې د خپلې ارزونې په هدف دې د معترضو مېرمنو، د مدني ټولنې له غړو او په کور دننه او بهر دې د طالبانو د حکومت د تګلارو له منتقدینو سره مرکې او مشورې وکړي.

نوموړې وویل: "موږ په دې لیک کې له هغه غوښتي چې راپور یې باید د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي، دغه شان باید د بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول مېرمنو سره لیدنې او خبرې وشي، باید راپور د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو د راتلونکې لپاره ګټور تمام شي او لږ تر لږه راپور د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه قانع کړي چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او هر اصلي بحث یې د افغان مېرمنو حقونه وي."

نوموړې وايي، دغه شان له اوغلو غوښتنه شوې چې، د پنجشېر په ګډون باید هغه سیمو ته چېرته چې طالبان ملکي وګړو ته په زیان اړولو تورن شوي دي، سفرونه وکړي او له عیني شاهدانو سره خبرې وکړي او دغه راز باید د افغانستان په اړه خپل راپور په دې هېواد کې د روانو واقیعتونو پر بنسټ جوړ کړي.

له طالبانو مو د معترضو مېرمنو د دغه لیک او د دوی د غوښتنو او ادعاو په اړه وپوښتل، خو د ذبیح الله مجاهد په ګډون یې ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي چې، په افغانستان کې د مېرمنو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د افغانستان د معترضو مېرمنو ایتلاف په داسې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون اوغلو په نوم لیک خپروي، چې نوموړی دا مهال د افغانستان په سفر بوخت دی.

که څه هم خپله اوغلو د دغه سفر په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او افغانستان بانک په بېلابېلو اعلامیو کې ویلي، چې نوموړي په کابل کې د کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو او افغانستان بانک له عمومي رئیس سره کتلي او په مختلفو موضوعاتو یې خبرې سره کړي دي.

فریدون سینرلي اوغلو د روان کال د اپرېل په میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه ته دنده سپارل شوې چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د دغه هېواد په وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې لانا نسیبې ویلي، چې ښاغلی اوغلو به د افغانستان د وضعیت په اړه خپل چمتو شوی راپور د روان کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG