د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

له نجونو پرته د کانکور پیل؛ رینا امیري: طالبان دې هېواد او خلکو ته پر خپلې اېډیالوژۍ لومړیتوب ورکړي


 افغان نجونو ته بیا طالبانو په کانکور ازموېنه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې
انځور: ارشیف
افغان نجونو ته بیا طالبانو په کانکور ازموېنه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې انځور: ارشیف

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو وغوښتل، چې د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې په دغه ازموېنه کې، د افغان نجونو د ګډون د غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي:د افغان نجونو بریا، د افغانستان بریا ده.

رینا امیري زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو دوام، هغوی ته د نفقې برابرولو، اقتصاد او راتلونکي د ښه والي لامل کیږي.

بلخوا: په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې د طالبانو ورستۍ پریکړه غندلې او ادعا یې کړې چې طالبان په دغه ډول کړنو سره د نجونو د ښوونځیو د دروازو د بیا پرانیستې اراده نه لري.

ددغه کمپاین لخوا په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د زده کړو په اړه ولس ته ښکاره ځواب وړاندې کړي.

د یاد کمپاین استازي خوشحال روهي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " د طالبانو له دغې پریکړې داسې ښکاري، چې د ښځو د تعلیم او حقونو سره دښمنۍ ته دوی کار ویلی دی.زه د کمپاین په استازولۍ په زغرده وایم چې د نجونو تعلیم سره کرښه ده او که هر څوک له دې کرښې اوړي په څرګند ډول له ملت سره د دښمنۍ اعلان کوي. "

د جمهوري نظام په وروستي کال، سلګۍ باران د افغانستان د کانکورعمومي اول نومره وه
د جمهوري نظام په وروستي کال، سلګۍ باران د افغانستان د کانکورعمومي اول نومره وه

د طالبانو دحکومت د لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ومنله، چې په سږني کانکور ازموینه کې به نجونې د ګډون اجازه ونه لري.

دطالبانو دغې پریکړې هغه افغان نجونې چې له دولسم ټولکي فارغې شوي نهیلې کړې دي.

ددوی له ډلې یوه هم تهمینه چې د کابل ښار اوسیدونکې ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو په نجونو یو نوی محدویت وضع کړی چې دوی نشي کولای په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، زه دې یوې افغانې نجلۍ په صفت د دې تصمیم سره ډیره مایوسه شوې یم، ځکه چې موږ ټولو هیله لرله،چې د افغانستان لپاره خدمت وکړو، زموو کورنیو په موږ باندې ډیر زحمت ویستلی دی، ډیر نجونې په روحي او رواني ستونزو باندې اخته شوي دي. "

د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموينې بهير نن پنجشنبه د افغانستان په ۱۱ ولايتونو کې د نجونو له شتون پرته پيل شو.

د کانکور د سږني ازموينې په لومړۍ دوره کې باميان، دايکندي، غور، فارياب، جوزجان، پکتيا، خوست، لوګر، بغلان، سرپل او تخار ولايتونه شامل دي .

طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG