د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د ټویټر مالک ته لیک؛ یو شمېر مدني فعالان او خبریالان: د طالبانو اکاونټونه وتړئ


په امریکا کې د ټویټر مرکزي دفتر
په امریکا کې د ټویټر مرکزي دفتر

لسګونو افغان خبریالانو، مدني او سیاسي فعالانو او د پوهنتون استادانو له ټویټر څخه وغوښتل چې د طالبانو او طالب چارواکو اکاونټونه بند کړي.

ټویټر ته د شکایت کوونکو افغانانو په لیک کې ویل شوي چې په دې ټولنیزه شبکه کې د طالبانو او حقاني شبکې فعالیت هغوی ته لاره هواروي څو خپلې افراطي ایدیالوژۍ ته تبلیغ وکړي او لا ډېر تشدد، کرکه او تروریستي اقدامات وهڅوي.

د افغان مدني او سیاسي فعالانو او خبریالانو په لیک کې همداراز راغلي له ټویټر څخه د کار اخیستلو لپاره طالبانو ته اجازې په نړۍ کې د دغه پلټفارم حیثیت کمزوری کړی دی.

حشمت رادفر چې خبریال او مدني فعال دی، تېره شپه ازادی راډیو ته وویل چې دا لیک دوه هدفونه لري.

هغه یې په اړه وویل: "یو دا چې د نړۍ سترو خبري او معلومات رسوونکو پلټفارمونو ته یادونه وکړو چې د طالبانو په شان د وېره اچوونکو او سختدریځو جریانونو د رواني جنګ او تبلیغاتو وسیله نه شي، دویم او لا څرګند هدف دا دی چې همدا کسان چې په لیک کې یې نومونه یاد شوي، اکثره یې په نړیوالو بندیزونو کې شامل دي، نو په لومړي ګام کې لږترلږه له ټویټر څخه، چې په نړۍ کې د اطلاع رسولو یوه غښتلې وسیله ده، د هغوی لاس لنډ شي."

حشمت الله رادفر
حشمت الله رادفر

د لیک په یوه برخه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویندوی سعید خوستي ټویټ ته اشاره شوې ده.

نوموړي د سږ کال په ثور میاشت کې په خپل ټویټ کې د طالبانو هغه منتقدان چې له هېواده دباندې دي، په مرګ ګواښلي وو.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح‌الله مجاهد هماغه مهال ازادي راډیو ته وویل، څه چې خوستي ویلي، خپل شخصي نظر یې دی او نوموړی نور د طالبانو په حکومت کې هېڅ رسمي دنده نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی داوود مایار، چې طالبانو ته نږدې بلل کېږي؛ وايي چې کلونه مخکې طالبانو ته د یوې جنګي ډلې په سترګه کتل کېدل، خو اوس طالبان حکومت په لاس کې لري.

دی ټویټر ته د شکایت کوونکو شمېر ګوته په شمېر بولي او وايي: "پر افغانستان د امریکا له حملې وروسته په تېرو کلونو کې طالبانو ته د یوې جنګي ډلې په سترګه کتل کېدل، خو اوس دوی حکومت په لاس کې لري او له ډېرو هېوادونو سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې لري او بل دا چې هغه کسان چې له ټویټره غواړي چې د طالبانو اکاونټونه بند کړي، محدود کسان دي."

په ټویټر کې د طالبانو د بندیز لپاره لسګونو افغان فعالانو وروسته له دې د ټویټر ادارې ته لیک واستاوه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني په یوه ټویټ کې ولیکل، چې ټویټر تر نورو خواله رسنیو دوه برابره مهم دی.

هغه دا هم ویلي، د ټویتر لومړی امتیاز د بیان ازادي ده او دویم امتیاز یې اعتبار او عمومي توب دی.

انس حقاني
انس حقاني

انس حقاني همداراز ویلي چې ټویټر د میټا په شان د نه زغم پالیسي نه لري ځکه یې نور پلټفارمونه ځای نه شي نیولی.

خو منتقدان یې وايي، انس حقاني په داسې حال کې د بیان د ازادۍ په خاطر ټویټر ستايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د بیان ازادي سخته محدوده شوې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو نږدې یو کال وروسته میټا شرکت په خپلو دواړو پلټفارمونو؛ فېسبوک او انسټاګرام کې د ملي تلوېزیون او باختر خبري اژانس، چې د طالبانو په کنټرول کې دي، اکاونټونه بند کړل.

میټا ویلي وو، چې د خطرناکو تنظیمونو د پالیسیو په دلیل یې دا اکاونټونه بند کړي دي.

طالبان د خپلو نظرونو، اقداماتو او خبرونو لپاره له ټویټر څخه ډېر کار اخلي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد حتي د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې په ټویټر کې فعال و.

یو شمېر افغانانو تېر کال هم له ټویټر څخه غوښتي وو چې د طالبانو اکاونټونه بند کړي.

XS
SM
MD
LG