د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

توبیاس ایلوډ د کابل د حکومت په ستاېلو بخښنه غوښتې


توبیاس ایلوډ - د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر
توبیاس ایلوډ - د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر

د برېتانيې د پارلمان د دفاعي کمیټې رئیس او د دفاع پخواني وزیر، توبیاس ایلوډ له خپلې ټویټر پاڼې هغه ویډیو لېرې کړې، چې پکې پر افغانستان د طالبانو د واکمن حکومت ستاېنه شوې وه.

هغه ویلي، دا ډول بيان يې سم نه و او دی یې له امله بخښنه غواړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه وروستي ټویټ کې لیکلي، هغه تل په دې باور دی چې په سیاست کې د دوامدار او اوږدمهاله د حل لارو د موندلو لپاره جرأت ته اړتیا شته، او دا مهمه نه ده، چې څومره ننګونې شته دي.

خو توبياس ايلوود ، یو ځل بیا له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د خپل نظر په اړه لیکلي: د هغه مطلب يوه"ساده" غوښتنه وه چې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او د هغه 40 ملیون خلکو سره د مرستې لپاره یوه مستقیمه ستراتیژي چې په خبره يې يوازې پاتې شوي دي، تعقیب شي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې چې ډيری یې مخکنۍ خپرې شوې ویډیو ته ورته دي، په افغان ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل:په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه له ناڅاپي وتلو وروسته، له لرې څخه چیغې وهل کوم ځای نه نیسي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ویډیو په بیا ځلې خپرولو سره د توبیاس ایلووډ د "مثبت" راپور ستاینه کړې وه، خو دې مسلې په برېتانیا کې دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

شهرزاد اکبر- د رواداري د بشري حقونو د سارمان رییسه
شهرزاد اکبر- د رواداري د بشري حقونو د سارمان رییسه

د روا داري په نوم، د بشر د حقونو د سازمان رییسې شهرزاد اکبر، له ازادي راډيو سره په خبرو کې، د افغانستان په اړه د توبیاس ایلود څرګندونې غیر واقعي او نیمګړې وبللې او ویې ویل: " ماته دا څرګنده نه ده، چې نوموړي دا څرګندونې، د کومو سیاسي دلایلو له امله کړې او که یا د سادګۍ له امله، دا ډېره مهمه ده چې داسې کسان چې په اعلامیه یا وینا کې یو غیر واقعي وضعیت بیانوي، وننګول شي تر څو، داسې کسان فکر وکړي او خپل تحلیل بدل کړي."

د ټوبیاس ایلوډ دا څرګندونې د هغه د همکارانو له غوسې سره مخ شوې او هغه د "طالبانو په سپینولو" تورن شو.

د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک

د برتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک او د هغه محافظه کار ګوند مشر، چې ښاغلی ایلوډ یې هم غړی دی، ویلي چې د پېښې د جزیاتو په اړه به څېړنې وکړي.

همدارنګه د برتانیې د پارلمان په دفاعي کمېټه کې د محافظه کاره ګوند استازي مارک فرانسوا په افغانستان کې د ۴۵۷ برتانیوي وسله والو ځواکونو وژل کېدو ته په اشارې سره وویل، چې د ښاغلي ایلوډ ویډیو په لیدو چې د طالبانو د رژیم ستاینه یې کوي، حیران شو.

هغه اندیښنه څرګنده کړه چې دا مسله باید د کمیټې د نورو غړو نظر ونه ګڼل شي او غوښتنه یې وکړه چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د هغې په خبره «د ناپوهۍ» دا نظر د برېتانیا د لومړي وزیر لخوا نه و.

د محافظه کار ګوند غړي توبیاس ایلوډ چې پخوا د انګلستان د دفاع وزیر و او اوس د دغه هیواد د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر دی، د تېرې دوشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې د افغانستان له هلمند ولایت څخه یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې هغه د امنیت په برابرولو، د فساد په کمولو او د تریاکو د تجارت د ختمولو په برخه کې د ښکاره بدلون شاهد و.

هغه چې د یکشنبې په ورځ یې په «ټلګراف» ورځپاڼه کې په دې اړه یوه مقاله خپره کړې وه، د برېتانیا له حکومته غوښتي، چې له طالبانو سره دې ډیپلوماټیک تعامل وکړي او په افغانستان کې دې خپل سفارت پرانیزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG