د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په افغانستان کې د بریتانیا له خوا د جنګي جنایتونو څېړنه څه پایله لرلی شي؟


په لښکرګاه کې برتانوي ځواکونه. 17May2006
په لښکرګاه کې برتانوي ځواکونه. 17May2006

د بریتانیا د دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې د دوی د ځانګړو ځواکونو له خوا د ناقانونه وژنو تورونه په خپلواکه توګه تر څېړنې لاندې دي او اوس اساسي پړاو ته رسېدلي دي.

د بریتانیا ځانګړي ځواکونه تورن شوي چې، په هلمند ولایت کې یې د خپل پوځي ماموریت پر مهال لسګونه کسان په ناقانونه توګه وژلي.

پر بریتانیا سربېره په افغانستان کې د نړیوال پوځي ایتلاف د یو شمېر نورو غړو هېوادونو سرتېري هم په جنګي جنایت تورن شوي.

دا چې د بریتانیا له خوا اوس د جنګي جنایتونو څېړل څه پایله لرلی شي او ولې د پرمختللو هېوادونو پوځیان جنګي جنایتونه ترسره کوي، په همدې اړه زمونږ همکار اسدالله لودین د افغانستان د وسله وال پوځ د پخواني ویاند اجمل عمر شینواری نظر پوښتلی دی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG