د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

د نړیوالو ځواکونو څلور سرتېري په افغانستان کې ووژل شول


پرون پنجشنبې په افغانستان کې د دېره بهرنيانو لپاره یوه بله خونړۍ ورځ وه چې د نړیوالو ځواکونو څلور سرتېري ووژل شول.

په یوه پېښه کې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یوه افغان سرتېري دوه امریکايي پوځیان د خپلې غاړې په وسله ووژل. په دې ډول حملو کې سږکال له پنځوسو زیات کسان وژل شوي دي.

د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه امریکايي سرتېري په ارزګان ولایت کې د هغه افغان په برید کې ووژل شول چې د ملي پولیسو یونیفورم یې اغوستی و. په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو یوې ویاندې لوري هاج وویل، تراوسه نه ده روښانه شوې چې برید کوونکي په رښتیا پولیس وو، او که د وسله والو له خوا استول شوي کسان څو امریکايي پوځیان وولي.

دې حملو د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمینځ د اعتماد فضا، په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي سخته زیانمنه کړې ده. ناټو وايي چې په سلو کې پنځه ویشت دا ډول حملې وسله وال طالبان کوي او پاتې یې نور بېلابېل عوامل لري، خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې دوی له دې حملو څخه د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمینځ د بې اعتمادۍ د رامینځ ته کولو لپاره کار اخلي.

په همدې حال کې په هلمندولایت کې دېره برتانوي ځواکونو خپل دوه سرتېري ملګري په سهوي ډزو وژلي. د برتانیا د دفاع وزارت وايي چې د دې پېښې په اړه د دوی تحقیقات پیل شوي او روان دي.

ویل شوي چې په وژل شویو پوځیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده چې پوځي ډاکټره وه. د هلمند د امنیه قوماندانۍ د ویاند فریداحمدفرهنګ په وینا دا دوه برتانوي پوځیان د هغو برتانوي پوځیانو له خوا ووژل شول چې د هلمندولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر نومې سیمه کې د پیاده ګزمې په حال کې وو. فرهنګ وايي، د برتانوي سرتېرو دوه ګزمې سیمې ته راوتلې وې. یوې ګزمې پریوه افغان سرتېري چې په ملکي جامو کې و، او له لمانځه مخکې یې اودس کاوه، په دې ګومان چې طالب وسله وال دی ډزې وکړې، ویې واژه خو د دوهمې ګزمې سرتېرو فکر وکړ چې د دښمن له خوا برید پرې شوی په داسې حال کې چې ډزې د لومړۍ ګزمې سرتېرو کړې وې.

په هلمند کې د چارو د سمون د مرکز مشر د امنیه قوماندانۍ د ویاند ښاغلي فرهنګ څرګندونې تاییدوي. د فرهنګ په وینا د آیسف سیمه ییزو چارواکي هم دا مني چې دواړه برتانوي سرتېري د خپلو ملګرو په سهوي ډزو وژل شوي، خو په کابل کې د آیسف یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دا یوازې اوازې دي او په دې اړه د دوی تحقیقات پیل شوي دي.
XS
SM
MD
LG