د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د هلمند امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي


په پام کې ده چې ناټو په لومړي پړاو کې دا اونۍ د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د امنیتي چارو مسوولیت افغانانو ته وسپاري. دا بهیر به د ۲۰۱۴ کال تر پایه په ټول هېواد کې بشپړ او له دې سره به نړیوالو ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو لاره اواره شي.

په داسې حال کې چې په لومړي پړاو کې د افغانستان په اوو ښارونو کې د دې بهیر د پیل لپاره تیارۍ روانې دي، هېڅوک دا نه وايي چې په دوهم پړاو کې به مسوولیتونه په کومو ښارونو کې سپارل کېږي.

د هلمند په مرکزي برخه کې د انتقال د بهیر مسوول برتانیايي پوځي چارواکي وايي، نادعلي ولسوالي چې پراخې ښېرازې کروندې لري ښايي هغه سیمه وي چې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې به یې، امنیتي مسوولیتونه په دوهم پړاو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د روزنې یوه برتانوی مسوول روزونکي رویټر آژانس ته ویلي، لشکرګاه د انتقال په حال کې ده او نادعلي به ورپسې وي او زیاته یې کړه چې ښايي دا بهیر د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پیل شي. یوبل افسر ډګرمن فرېسرریا وايي چې دهلمند په مرکزي سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.

د هلمند يو اوسېدونکى له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې

برتانوي پوځيان وايي، د طالبانو د پسرلنیو جګړو سیزن یا فصل د هرکال په شان چې وسله والو به ځانونه په تازه شنو شویو باغونو او تاکونو کې پټول سږکال رانغی. د ډګرمن ریا په وینا د نادعلي خلکو سږکال اوړی د لومړي ځل لپاره د درنو جګړو له فصله پرته ژوند وکړ او دا د دوی لپاره یو لوی بدلون و. نوموړی وايي چې د سیمې خلک اوس دې ته ګوري چې افغان حکومت څه ورسره کوي.

په نادعلي کې د برتانوي ځواکونو یوبل قوماندان جګړن جیمې موُرې رویټرز آژانس ته ویلي، که څه هم د ناټو په مشرۍ آیسف ځواکونه ځان په مهالوېشونو پورې نه مقیدوي خو دی داسې احساسوي چې د نادعلي ولسوالۍ امنیتي وضعیت انتقال ته تیار دی. مورې زیاتوي، تېرکال داوخت د نادعلي په جنوبي برخه کې درنې جګړې وشوې، خو سږکال تراوسه موږ جګړه نه ده کړې. خو یوبل افسر بیا وايي چې د دې ولسوالۍ په شمال کې وضعیت د جنوب پرتله پېچلی دی.

برتانوي افسران وايي، چې د نادعلي په وضعیت کې د ښېګنې علت یو په سیمه کې د امریکا او ناټو په ځواکونو کې زیاتوالی او همداراز د ملي اردو او پولیسو د شمېر لوړول و چې په دې ولسوالۍ کې یې امنیتي پوستې جوړې کړې.

آژانس د دې ولسوالۍ په لوی باغ نومي کلي کې د خلکو د ژوند یو په زړه پورې تصویر وړاندې کوي او لیکي، چې د سیمې اوسېدونکي له پختې په ډکو کروندو کې په کار بوخت دي او ماشومان په داسې حال کې چې بهرني سرتېري یې د کورونو له مخې تېرېدل د چاکلېټو په تمه کوڅې ته راوتلي وو.

امريکايي عسکر په نادعلي کې د جګړې پر مهال

برتانوي سرتېري وايي چې په کورونو کې جوړشوي ماینونه اوس د دوی لپاره خطر نه رامينځ ته کوي او د سیمې خلک د خښو شویو ماینونو ځایونه دوی ته ورښيي. کروندګر شکایت کوي چې حکومت یې د کوکنارو کرلو ته نه پرېږدي او اوس دوی یوازې پخته، غنم، جوار او لوبیا کري.

د نادعلي په شین کلي کې د ډاکټر جېلاني په نوم جهادي قوماندان آژانس ته وویل چې په سیمه کې امنیت ښه شوی خو خلک برېښنا، تعلیم او صحي خدمات غواړي. دی وايي، د سیمې د سپین ږیرو یو ډېر ستر کار دا و، چې پخوانیو طالبانو ته یې قناعت ورکړ چې له حکومت سره یوځای شي او د خپل کلي په بیارغونه کې ونډه واخلي. د ډاکټرجېلاني په وینا ددوی په سیمه کې اوس طالبان له سره شته نه.
XS
SM
MD
LG