د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د بریتانیا دفاع وزیر: د افغانانو د ناقانونه وژنو د تورونو په اړه څېړنې اساسي پړاو ته رسېدلي


په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. July 27, 2009
په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. July 27, 2009

بریتانيا د دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې د دوی د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ناقانونه وژنو تورونه په خپلواکه توګه تر څېړنې لاندې دي.

د بریتانيا د دفاع وزیر بن والاس وایي، په افغانستان کې د دوی د ځانګړو ځواکونو د ناوړه کړنو په اړه څېړنې، چې تېره مارچ میاشت کې پیل شوې وې، اوس اساسي پړاو ته رسېدلي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، والاس دغه څرګندونې پرون چهارشنبه د بریتانيا پارلمان ته په لیکلې وینا کې کړي او هغه منلې چې څېړنه د دوی پر ځانګړو ځواکونو د پورې شویو تورونو په تړاو ده.

د بریتانيا د دفاع وزیر بن والاس
د بریتانيا د دفاع وزیر بن والاس

د څېړنې پر مهال د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ موده کې د برتانوي ځواکونو یو شمېر عملیات او پر مهال یې د بریتانيا د پوځي پولیسو له خوا ادعا شوې سرغړونې ارزول کېږي.

دا څېړنه د یوه لوړپوړي قاضي چارلز هادون کېف له خوا مخته وړل کېږي او هغه پخوا ویلي، ښه ده چې سرغړونې لوړپوړو چارواکو ته ورسول شي او هغه کسان چې کومه تېروتنه یې نه ده کړې، له تورونو خلاص شي.

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د دغو څېړنو له پرمختګه هرکلی کوي او وایي، دا به د قربانیانو د کورنیو درد راکم کړي.

د هلمند مرکز لښکرګاه يو اوسېدونکی محمد رفيع بختيار وايي: "دا چې نن سبا دا موضوع ډېره ګرمه ده او د بریتانيا حکومت ویلي چې هلمند کې خپل هغه ځواکونه چې ظلم او جنایت یې کړی او بې ګناه افغانان یې په شهادت رسولي پوښتي، مونږ ټول افغانان د دې اقدام هرکلی کوو. ټول هغه کسان چې ظلم یې کړی او افغانان یې په شهادت رسولي، باید محاکمه شي."

دغه راز د هلمند بل اوسېدونکي محمد ولي ازادي راډيو ته وويل: "که دا محاکمه په نړیواله کچه باندې وشي، زه باوري یم چې خلکو ته به یو ډول حق هم رسېدلی وي او بیا که دغه ځواکونه په نړیواله کچه کوم پوځي ماموریت ته لېږل کېږي، هلته به دغسې جنایتونو ته زړه ښه نه کړي."

تر دې وړاندې په هلمند کې د برتانوي ځواکونو له خوا د وژل شویو افغانانو د کورنیو ځینو غړو هم له ازادي راډیو سره ورته خبرې کړې او ویلې یې دي، د بریتانيا حکومت باید زیانمنو شویو کورنیو ته غرامت هم ورکړي.

د هلمند په ګرمسیر کې د برتانوي ځواکونو نظامي اډه. 30. Oct 2007
د هلمند په ګرمسیر کې د برتانوي ځواکونو نظامي اډه. 30. Oct 2007

د بریتانيا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ښایي د بریتانيا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ موده کې شاوخوا ۸۰ افغانان له محکمې پرته وژلي وي.

دې ورځپاڼې دا خبرې د قربانیانو د کورنیو د مدافع وکیلانو په حواله کړې ده.

په ادعا شویو تورنو کې ویل شوي، برتانوي ځواکونو به د شپې چاپو پر مهال ځینې کسان له توقیف وروسته له کورنیو لرې کول او بیا یې د یوه لاسي ماین یا کلاشینکوف د لرلو په پلمه په ډزو وژل.

ګارډین لیکلي، ویل شوي چې د بریتانيا د ځانګړو ځواکونو یوه سرتېري افغانستان کې د شپږ میاشتني ماموریت پر مهال په یوازې سر ۳۵ افغانان وژلي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوال پوځي ماموریت د یو شمېر نورو غړو هېوادونو سرتېري هم دغه هېواد کې په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

له دې ډلې په اسټرالیا کې یوې څېړنې ښودلې چې د دې هېواد سرتېرو په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG