د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

"په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي"


یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په سر پل ولایت کې پر افغان ځواکونو د طالبانو د یکشنبې ورځې د برید په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

د برتانې چاب ګارډین ورځپاڼه لیکي؛ وسله والو طالبانو په یوه کمین کې ۲۲ افغان سرتیري او پولیس ووژل.

د ورځپاڼې په خبره په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتو دي؛ طالبانو او ملګرو وسله والو ډلو يې خپل وسله وال فعالیتونه زیات کړي دي.

ډېلي میل:

ډېلي میل هم د افغانستان وروستیو امنیتي پیښو ته اشاره کړې ده او لیکي چې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

ټورنټو سن:

د کاناډا چاپ ټورنټو سن ورځپاڼې هم د سرپل ولایت پیښه یاده کړي ده او لیکي چې، په دې برید کې ۲۲ افغان سرتیري او پولیس وژل شوي دي.

بلفاسټ تیلیګراف:

بلفاسټ تیلیګراف خپرونې بیا له یوه برتانوي عسکر سره چې په افغانستان کې يې دواړه پښې پرې شوي؛ مرکه کړې ده.

دا سرتیرۍ "انډي الن" نومیږي، الن په ۲۰۰۶ کال کې د برتانيې په پوځ کې شامل شو او په ۲۰۰۸ کال کې د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې ترې دواړه پښې واخستې.

د بلفاسټ ټیلیګراف خپروونې د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ته له استول کېدو دمخه يې څه احساس درلود؛ انډي الن ویلي، په ۲۰۰۶ کال کې په افغانستان او عراق کې جګړه روانه وه؛ نو د خپل ماموریت لپاره يې په ذهني توګه ځان چمتو کړی و.

انډي الن بلفاست تیلیګراف ته د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د هغې پیښې په اړه هم ویلي چې؛ په نتیجه کې يې د ده دواړه پښې پرې شوي.

نوموړي ویلي، له نورو سرتیرو سره په ګزمه وتلی و؛ څو د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړي چې؛ بریتانوي عسکر دلته موجود او مرستو ته چمتو دي.

خپرونې ته الن وړاندې ویلي، د دوی قومندان له خلکو سره خبرې کولې چې؛ چاودنه وشوه او کله چې دی په هوش کې راغی؛ نو وی لیدل چې دواړه پښې قطع شوي دي.

انډي الن د افغانستان د خلکو په اړه بلفاسټ تیلیګراف ته ویلي؛ افغانان هغه سخي خلک دي چې؛ شاید ده په خپل ژوند کې لیدلي وي او یا وویني.

د هغه په خبره افغانان څه نه لري؛ خو که څه لري هغه بیا له نورو سره ویشي.

دغه برتانوي سرتیري خپل افغان ژباړونکی ستايي او وايي چې، اوس هم یو بل ته لیکونه استوي.

بلفاسټ تیلیګراف ته انډي الن ویلي؛ دی د افغانستان تحولات اوس هم څاري او دغلته ډیموکراټیکو پرمختګونو ته خوښ دی.

XS
SM
MD
LG