د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

په یمګان کې ۲۷ افغان سرتیري څنګه د طالبانو له خوا ونیول شول؟


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو ۲۷ افغان پولیسو په اړه چې وسله والو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې نیولي دي؛ یو مطلب خپور کړی دی.

انډیپنډنټ ورځپاڼې بیا د هغو بې پیلوټه الوتکو موضوع یاده کړې چې؛ لا افغانستان ته نه دي استول شوي.

خو ګارډین ورځپاڼې په هرات ولایت کې د هند پر قونسلګرۍ د طالبانو د حملې په اړه لیکلنه خپره کړې ده. د ورځپاڼې په وینا په دې برید کې هندي ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.


ګارډین:

ګارډین ته په افغانستان کې ځینو هندي ډیپلوماټانو ویلي؛ په دې هېواد کې د دوی لپاره ګواښونه موجود دي.

دې ورځپاڼې د یو شمېر هغو حملو یادونه هم کړې چې؛ په افغانستان کې د هند پر ډیپلوماټیکو تاسیساتو شوې دي.

ګارډین لیکلي، په تیر وخت کې لشکر طیبه وسله والې ډلې په هند کې او حقاني شبکې په افغانستان کې د هند ګټې او اهداف په نښه کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یمګان کې د طالبانو له خوا د نیول شوو پولیسو په اړه د یوه افغان افسر اسد الله له قوله لیکي:

د دوی ۲۷ ملګري هغه مهال ونیول شوه چې؛ مهمات او خوراکي مواد يې ختم شول.

واشنګټن پوسټ وايي، د یمګان پیښې وښوده چې؛ افغان ځواکونه څومره هوايي ځواک ته اړتیا لري.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ په خپله مقاله کې د هغو بې پیلوټه الوتکو موضوع یاده کړې؛ چې څلور کاله دمخه په افغانستان کې د میشتو برتانوي ځواکونو لپاره پیشنهاد شوې وې.

ورځپاڼې د هغې څیړنې په اړه لیکلي چې؛ د دغو الوتکو په اړه شوې ده .دا څیړنه وايي چې، د دغو بې پیلوټه الوتکو د رانیولو لپاره څه د پاسه سل میلیونه پونډه ځانګړې شوي وو؛ خو اوس چې د برتانوي ځواکونو وتلو ته ۶ میاشتې پاتې دي؛ بیا هم دا الوتکې د برتانیا قواو ته نه دي ورکړل شوې.

د برتانیې صدراعظم او د دفاع وزیر په ۲۰۱۰ کال کې له افغانستان څخه د کتنې پر مهال د دغو بې پیلوټه الوتکو د اخستو امر کړی و.

انډیپنډنټ لیکي، تمه کېده چې دا بې پیلوټه الوتکې په ۲۰۱۳ کال برتانوي ځواکونو ته وسپارل شي؛ خو د تخنیکو ستونزو له امله پر وخت افغانستان ته وانستول شوې.
XS
SM
MD
LG