د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۵

ګارډین: بریتانیا د خپلو درېیو نیول شویو وګړو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي

ارشیف
ارشیف

د نړۍ مطبوعاتو کې د افغانستان مسایلو ته کتنه

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د درېیو برتانوي وګړو د نیول کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه په دغو کسانو کې د کیوین کارنویل په نوم یو ۵۳ کلن خیریه طبیب هم شامل دی چې د طالبانو له خوا توقیف شوی دی.

بل برتانوی وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، په کابل کې د خیریه کارکوونکو لپاره د یوه هوټل د مدیریت مسوولیت درلود، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې په توقیف کې دی.

د ګارډین په لیکنه، درېیم برتانوی ۲۳ کلن مایلز روتلیچ نومېږي چې افغانستان ته په رخصتۍ تللی و او پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د تخلیې پر مهال د برتانوي ځواکونو له خوا ایستل شوی و، خو بیا یې افغانستان ته سفر کړی و.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې هڅه کوي له دغو برتانوي وګړو سره قنسولي تماس ټینګ کړي او په خبره یې د دغو توقیف شویو برتانوي وګړو د کورنیو ملاتړ کوي.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه، یوې سرچینې ویلي چې د بریتانیا حکومت له طالبانو سره د مذاکرو لپاره پر بېلابېلو لومړیتوبونو غور کوي.

د ګارډین په لیکنه کې د 'مېل اون سنډې' ورځپاڼې په وینا ویل شوي چې خیریه طبیب کارنویل د طالبانو د استخباراتو له خوا د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه ونیول شو.

د لیکنې په وینا د طالبانو اجنټانو لومړی دی د دریا ولیج هوټل په یوه کوټه کې د وسلې په ساتلو تورن کړ. د همدې چاپې پر مهال د دې هوټل برتانوی مدیر هم ونیول شو.

د هغه کورنۍ ویلي چې طالبانو ده ته د یوې وسلې د ګرځولو جواز ورکړی و او په افغانستان کې یې د یوه طبیب په توګه ځايي اوسېدونکو ته طبي خدمات وړاندې کول.

ریلیف ویب:

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویبسایټ ریلیف ویب په افغانستان کې د ګرځنده روغتیايي کارکوونکو په باب مفصله لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې په پکتیا کې د بدرۍ په نوم د یوې ۷۰ کلنې مېرمنې په باب تفصیلات لیکل شوي چې له خپلې امیندوارې لور او نږور سره یوه ګرځنده روغتیايي ټیم ته ورغلي چې روغتیايي مشورې ورکړل شي.

د لیکنې په وینا، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته په اسانۍ روغتیايي خدمات نه رسېږي، خو ګرځنده روغتیايي ډلې په اوونۍ کې یوه ورځ یعنې هره سې شنبه د سهار له اتو د مازیګر تر څلورو بجو د پکتیا د مرکز ګردېز د شین کلي په یوه جومات کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د افغانستان روغتیايي نظام له ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی.

د ریلیف ویب په لیکنه کې راغلي، د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن ګرځنده روغتیايي ټیمونه د ننګرهار، کونړ، پکتیا او غزني په ۱۷۰ کلیو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د ریلیف ویب په لیکنه کې د افغانستان لپاره دغه ګرځنده روغتیايي ټیمونه مهم بلل شوي چې دا مهال په کې ۱۷ میلیونه او شپږلکه وګړي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG