د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

رسنۍ: طالبانو د بریتانیا درې وګړي نیولي


ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي
ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د درېیو برتانوي وګړو نيول کېدل تاييد کړي دي.

برتانوي رسنیو خبر ورکړی چې په افغانستان کې درې برتانوي وګړي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین نن د یوې بلې برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل په حواله لیکلي چې د یوه خیریه بنسټ ٥٣ کلن ډاکتر کیون کارنویل او یو بل برتانوی وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، خو ویل شوي چې په کابل کې د یو هوټل مدیر و چې د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

د ګارډین په وینا، بل نیول شوی کس ۲۳ کلن مایلز روتلج دی چې افغانستان ته د رخصتۍ لپاره تللی و او نیول شوی دی.

نوموړی دوه کاله وړاندې د جمهوریت د سقوط پر مهال د برتانوي ځواکونو له خوا د ایستلو په بهیر کې بریتانیا ته لېږدول شوی و چې بیا دوه ځله د رخصتۍ لپاره افغانستان ته تللی دی.

د ګارډین په وینا، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد له وګړو سره یې د اړیکو نیولو هڅه کړې ده.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي چې دوى په افغانستان کې له نيول شويو برتانوي وګړو سره د اړیکو نیولو هڅه کوي او د دغه شان د دغو کسانو له کورنيو څخه هم ملاتړ کوي.

سکاټ ریچاردز، د پرسیدیوم شبکې بنسټ ایښودونکی، چې د کیون کارنویل او د هوټل د نیول شوي مدیر له کورنیو سره مرسته کوي، سکای نیوز سره په خبرو کې وویل چې د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ، کیون کارنویل د خپل هوټل په خونه کې د وسلې ساتلو په تور نیول شوی و.

د نوموړي په وينا، دغه وسلې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت جواز درلود، خو د طالب ځواکوانو د پلټنې پر مهال يې جواز ته لاسرسۍ نه درلود.

ریچاردز ویلي، تر اوسه په دې نه دې توانېدلي چې له نيول شويو کسانو سره اړیکه ونیسي.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو حکومت له وياند ذبيح الله مجاهد او د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت له وياند عبدالنافع ټکور څخه د دغه درېيو برتانوي وګړو د نيولو په اړه وپوښتل، خو دوی د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د کیون کارنویل کورنۍ ګارډین ته ویلي چې کیون د یوه خیریه بنسټ ډاکتر و چې وړیا روغتیایی خدمتونه يې وړاندې کول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG