د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

جان سوپکو: مونږ په رښتیا هم افغانستان نه پېژنده


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش جان سوپکو

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش هغو انتقادونو ته کتنه کړې چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر پالیسۍ یې کړي.

جان سوپکو په لندن کې یوې غونډې ته وویل چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو ناکام پروګرام چې سیاسي انګېزو ته په پام تنظیمېده، هومره ډېر فساد وزېږاوه چې د امریکا ټول ماموریت یې ګډوډ کړ او افغانستان یې له خپلو لوېدیځو متحدانو څخه لیرې کړ.

ګارډین د سلطنتي متحدو خدماتو د انسټېټیوټ له خوا په جوړه شوې غونډه کې د ښاغلي سوپکو هغه وینا رااخیستې چې وايي، مونږ په رښتیا هم افغانستان نه پېژنده او په دې هم نه پوهېدو چې د دې هېواد چارې څنګه پرمخ ځي.

نوموړي ویلي چې امریکا دې بېوزلي هېواد ته ډېرژر خورا زیاتې پیسې ولېږلې، خو پردې پیسو ډېره لږه څارنه کېده.

سوپکو زیاتوي، امریکا افغانستان ته هومره ډېرې پیسې ولېږلې چې د دې هېواد خپل ناخالص تولید په کلونو کلونو نه وې لیدلې.

د نوموړي په وینا، د امریکایانو تمرکز پر دې و، چې څنګه پیسې ځانګړې کړي، خو د هغو نتایجو ته یې نه کتل.

ګارډین د راپور په دوام لیکي چې سوپکو په هغه کنفرانس کې خبرې کولې چې د امریکا او بریتانیا د مرستندویو ادارو څارونکي په کې راټول شوي وو او بحثونه یې پر دې راټول وو، چې ولې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې ولګول شول، خو پایله یې دا شوه چې طالبانو په ډېرې اسانۍ سره دا هېواد ونیوه.

ډېلي کمرې:

د ډېلي کمرې په نوم له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې له افغانستانه د امریکا پوځیانو د وتلو مسئله رااخیستې ده او لیکي چې له کابله د دې سرتېرو وتلو خواشینوونکې پایلې درلودې.

د سرمقالې له مخې د امریکا ډېر متحدان په افغانستان کې پاتې شول.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د ځواکونو د وتلو په درشل کې د جوبایډن حکومت هڅه وکړه څو ټولو ته قناعت ورکړي چې د ویتنام د جګړې تجربه نه تکرارېږي او د تخلیې عملیات به په منظم او خونديتوب سره ترسره شي، خو د سرمقالې د لیکوال په وینا داسې ونه شول.

ورځپاڼه لیکي چې د تخلیې په جریان کې ګډوډي پېښه شوه او په ۱۹۷۵ کال کې له سایګون څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو عملیاتو ته ورته پېښه تکرار شوه.

د ډیلي کمرې لیکوال د امریکايي پوځیانو وتل په افغانستان کې د ملت جوړونې په هدف د شل کلنو هڅو خواشینونکی پای بولي چې قربانیان یې د لیکوال په باور هغه زړور افغانان وو، چې له امریکايي پوځیانو، ډيپلوماتانو او قراردادیانو سره یې ګډ کار کاوه.

ورځپاڼه دې ژباړونکو، موټر چلوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته چې په افغانستان کې یې د امریکا د ماموریت لپاره کار کاوه اشاره کوي او لیکي چې دوی امریکایان نه وو، خو په افغانستان کې د امریکا له پروژو سره متعهد وو.

ډېلي کمره لیکي چې که څه هم له افغانستانه د امریکايي وګړو خوندي ایستل لومړیتوب و، خو د امریکا دا متحدان هم باید ایستل شوي وای مګر د ورځپاڼې په لیکنه دا چاره تر ډېره ترسره نه شوه او د امریکا ګڼ شمېر متحدان په افغانستان کې پاتې شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG