د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ټربیون: د طالبانو د واکمنۍ ۶ میاشتې اوړي، خو لاهم وضعیت غیر یقیني دی


ارشیف، کابل ښار کې یو وسله وال طالب
ارشیف، کابل ښار کې یو وسله وال طالب
  • ټربیون

هندۍ ورځپاڼې ټربیون په خپله پرونۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو پر هغه راپور لیکنه خپره کړې چې په افغانستان روان بشري وضعیت په کې ناوړه بلل شوی دی.

د لیکنې په پیل کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نږدې شپږ میاشتې اوړي، خو لا هم وضعیت غیریقیني دی.

لیکوال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې ورځې راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، که څه هم طالبان هڅه کوي خپل حکومت سرپرست حکومت وښيي، خو تر اوسه یې حکومتوالي هغسې نه ده چې په ټوله معنی قومي، سیاسي او جغرافیوي رنګارنګي په کې ولیدل شي.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا مساله یې د طالبانو له خوا د نجونو، ښځو او نورو اقلیتونو حقونو د درناوي او د ټول ګډون حکومت د جوړولو په مسئلې پورې غوټه کړې ده.

ټربیون ورځپاڼه زیاتوي، د ملګرو ملتونو راپور وايي، افغانستان دا مهال تر ټولو ناوړه اقتصادي رکود تجربه کوي.

په افغانستان کې ګڼ کسان له بې کارۍ، د بیو له لوړېدو او د مهاجرتونو له زیاتوالي شکایتونه کوي.

  • ډپلوماټ

ډپلوماټ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې افغانستان ته د واشنګټن له خوا د کېدونکو بشري مرستو د رسولو پر څرنګوالي مفصله لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار درې میاشتني راپور ته اشاره شوې چې افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور تر ختمېدو وروسته برابر شوی دی.

په دغه تازه راپور کې چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر ۳۰مه کانګرس ته لېږل شوی، له افغانستان سره د تمویلوونکو او مرستندویانو د بشري مرستو لپاره د ۱۰ غوره لارو چارو وړاندیز شوی دی.

سیګار د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې هم یو محرم راپور خپور کړی و چې د افغانستان د هوايي ځواک پر سختې ناپایدارۍ یې په کې بحث کړی و.

د لیکوال په باور خلک غواړي پوه شي که د سیګار دغه راپور د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ میاشتې پر ځای، د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې په عامه خپور شوی وای، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه به یې د امریکا پر سیاستونو او طرحو څه اغېز کولای.

د ډپلومات خپرونې په لیکنه، وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، له افغانستان سره د تمویلوونکو هېوادونو مالي مرستې بندې او د افغانستان شااوخوا ۹ نیم میلیارده ډالره اسعاري زېرمې د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې.

اوس د واشنګټن په ګډون نړیوال سازمانونه پر دې غور کوي چې له افغانستان سره بشري مرستې څنګه دوام وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر کسان دا مهال د بې وزلۍ له کبله عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سیګار د تازه راپور له مخې تر ټولو غوره لار پر شفافیت ټینګار دی چې معلومه شي چې د امریکا پیسې چېرې تللي او څنګه لګول شوي دي؟

XS
SM
MD
LG