د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

ډیلي سګنال: د افغانستان هېڅ یوه سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت څرک نه لیدل کېږي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیلي سګنال
  • ډیلي سګنال خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه د متحده ایالاتو د یوه متقاعد جنرال نظر خپور کړی دی.

جنرال جک کین په دې مطلب کې ویلي، د طالبانو لومړیتوب دادی چې له امریکا سره شونې هوکړه د امریکایي ځواکونو بشپړو وتلو ته لاره هواره کړي.

د ده له نظره، له طالبانو سره د خبرو له لارې د سیاسي او سوله ییز جوړجاړي احتمال کم دی.

جنرال کین د مطلب په دوام کې لیکلي چې له طالبانو سره خبرې ځینې څیزونو ته اړتیا لري لکه اوربند او په افغانستان کې د کم تر کمه ۸۶۰۰ امریکایي ځواکونو ساتل.

په مطلب کې راغلي، واشنګټن هڅه کوي چې له سیاسي لارې خپله تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوي خو د مطلب لیکوال ویلي، د افغانستان هېڅ یوه سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت څرک نه لیدل کیږي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه مقاله کې د افغانستان سولې او جګړې ته اشاره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، طالبان بلاخره دا هیله لري چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او امریکا غواړي چې طالبان او نور افغانان د یوه ګډ حکومت په اړه خبرې وکړي.

د مقالې په دوام کې راغلي، امریکا غواړي چې راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي، حتی که د سولې هوکړه لاسلیک هم نه شي.

دا مهال د امریکا شاوخوا ۱۳ زره سرتېري افغانستان کې میشت دي.

  • سټارز انډ سترایپس

ستارز انډ سترایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د لوږې د خطر او اړمنو کسانو ته د مرستې رسونې په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي، لوږه سږ کال د افغانستان دریمه برخه وګړي ګواښي.

د مطلب په دوام کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي ادارې یا سیګار راپور ته اشاره شوې.

د دې راپور پر بنسټ، امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان د کرنې له سکتور سره دوه میلیارده او درې سوه میلیونه ډالره مرسته کړې چې کرنیز حاصلات لوړ او پر بهرنیو مرستو د افغانستان تکیه کمه شي.

په مطلب کې راغلي، له دې هڅو سره سره، د لوږې کچه په وروستیو کلونو کې زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG