د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ډیلي مېل: د عملیاتو په اړه د طالبانو تازه اعلان تر ډېره یوه ننداره ده


ډیفنس پوسټ:

ډیفنس پوسټ خپرونې د "الفتح" په نوم د طالبانو د تازه پسرلنیو عملیاتو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې هدف یې د هغوی په خبره د افغانستان د اشغال پای ته رسول دي.

طالبانو داسې وخت عملیات اعلان کړي چې متحده ایالتونو په افغانستان کې د خپلې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې زیاتې کړې دي.

د ډیفنس پوسټ خپرونې د مقالې لیکوال ویلي، ګڼ کسان په افغانستان کې اندېښمن دي چې یوه سیاسي جوړ جاړي ته د رسېدو په برخه کې د امریکا د هڅو له زیاتېدو سره ښايي په افغانستان کې بشري حقونه او ډموکراسي په خطر کې ولوېږي.

په دوام کې لولو چې ګڼ کسان دا اندېښنه هم لري چې ښايي طالبان بیا واک ته ورسېږي او یو وار بیا د نویېمو کلونو په څېر په افغانستان کې له تُندلارۍ او سختګیرۍ کار واخلي.

ډيلي مېل:

ډيلي مېل ورځپاڼې هم د طالبانو پر عملیاتو تمرکز کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې په پسرلي کې د طالبانو د کلنیو عملیاتو پیل معمولاً د جنګ د یوه بل باب پیل دی.

خو د مقالې لیکوال ویلي، د طالبانو دا تازه اعلان تر ډېره حده یوه ننداره ده ځکه دې ډلې تېر کلونه د ژمي په موسم کې هم د افغان او امریکايي ځواکونو په وړاندې خپل جنګ ته دوام ورکړی دی.

په دوام کې د طالبانو په حواله لیکل شوي چې جهادي مکلفیت یې تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی.

د مقالې لیکوال د افغانستان دفاع وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې طالبان به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي.

میامي هیرالډ:

میامي هیرالډ ورځپاڼې لیکلي چې د نړیوالې جزایي محکمې قاضیانو د افغانستان په اړه څېړنه رد کړه.

د مقالې لیکوال موضوع تشریح کړې او ویلي یې دي چې قاضیانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو د تورونو د څېړلو په اړه د څارنوال غوښتنه رد کړې.

په دوام کې راغلي چې قاضیانو د جمعې په ورځ ویلي، د شواهدو د کمښت او د ضعیفې همکارۍ په خاطر په دې اړه څېړنې نه شي کېدلای.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د نړیوالې جزایي محکمې څارنوال فاتو بنسودا له دې محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال را په دې خوا د افغان ځواکونو، طالبانو، حقاني شبکې او امریکايي ځواکونو له لوري د جنګي جرایمو او د بشریت ضد جرمونو د ارتکاب د تورونو په اړه څېړنې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG