د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ډيپلومات: امریکا ۷۸۷ ملیونه ډالر په افغانستان کې د ښځو پر پرمختګونو لګولي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونه د افغان مېرمنو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، کله چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې طالبانو په افغانستان کې سیمې لاندې کولې د امریکا پراختیایي ادارې (یو اېس اېډ) لا هم په ملیونونو ډالر پر افغان مېرمنو لګولې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) د راپور له مخې، له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې متحده ایالاتو ۷۸۷ ملیونه ډالر په افغانستان کې د ښځو پر پرمختګونو لګولې دي.

ډیپلومات لیکي چې د دې ترڅنګ په سلګونه ملیونه نور ډالر د نارینه او ښځو ترمنځ د مساوات لپاره په غیر مستقیم ډول مصرف شوي دي.

خپرونه بیا وړاندې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې لورا بوش خبره رااخیستې ده چې هغه مهال‌یې ویلي و، له ترهګرو سره مبارزه دا هم ده چې د ښځو د حقونو او کرامت لپاره مبارزه وکړو.

ډیپلومات لیکي چې هغه وخت په کانګرس کې ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له یوه جر و بحث وروسته دا نظر تأیید کړی و.

ډیپلومات وړاندې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته اشاره کوي او لیکي چې دا وضعیت دا معنی نه‌لري چې د افغان ښځو او نجونو هڅې مړې شوې دي.

په ډیپلومات کې د خپرې کړې مقالې لیکوال هیله‌من دی چې د یو اېس اېډ اوسنۍ مشره سمنتا پاورس چې په خپله د جګړې د سیمې خبریاله پاتې شوې ده دا هڅې سړېدو ته پرې نه‌ږدي.

د مقالې په وروستیو کې بیا راغلي چې په اروپا او متحده ایالاتو کې د ښځو اوسنی پرمختګ هم د یوې ورځې نه‌دی تر ۱۰۰ کاله ډېرې هڅې ورته شوې دي او په یوه ټولنه کې چې لویه برخه‌یې سواد نه‌لري، شخړې په‌کې روانې وي، د ښځو حقونه سمدستي نه‌شي ترلاسه کېدای.

  • اېن پي ار

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یوې بلې خپرونې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت وضعیت ارزولی دی.

«این پي ار» د امریکا ملي راډیو په خپله وېب‌پانه کې په دې اړه مقاله خپره کړې ده. په دې مطلب کې د سفارت د کارکوونکو په وینا راغلي چې تر هغه بریده چې امکان لري دوی خپلو کارونو ته ادامه ورکوي.

د دې لیکنې لیکوال په واشنګټن ډي سي کې افغان سفارت ته ورغلی دی او د سفارت له مرستیال عبدالهادي نجرابي سره‌یې خبرې کړې دي.

ټاکل شوې وه چې تر وروستیو پېښو مخکې او په کابل کې د حکومت تر سقوط وړاندې په اوړي کې د واشنګټن ډي سي لپاره په کابل کې نوی سفیر وټاکل شي.

ښاغلی نجرابي وایي، ده د سفارت د نورو کارکوونکو مخه نه‌ده نیولې چې کار پرېږدي او له ۱۱ تنو سره له معاشه پرته کار ته دوام ورکوي. نجرابي وایي چې بله لاره هم نه‌لري.

د وېب‌پاڼې د مطلب له مخې مرستیال سفیر وایي، موږ خپلو خلکو ته خدمت کوو او نه‌شو کولای چې د سفارت ورونه وتړو.

د افغانستان سفارت هغو افغانانو ته چې نوي امریکا ته مهاجر شوي اسناد ورکوي څو خپل نوي ژوند ته په متحده ایالاتو کې ادامه ورکړي.

د دې مقالې په دوام راغلي دي چې د سفارت کارکوونکي د دې سربېره چې ژمنه کوي چې خپل کار ته به دوام ورکړي، خو دوی نه‌شي کولای چې تر ډېره بې‌معاشه کار وکړي او سفارت د هر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له کابله تمویلېږي چې د اوس لپاره دا پیسې نورې په خلاصېدو دي.

XS
SM
MD
LG