د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

ریلیف ویب: 'ډبلیو ايف‌ پي' اړ شو چې اته ميليونه افغانانو ته د مرستې بهير ودروي


ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

ریلیف ویب:

ریلیف ویب خپرونې د طالبانو تر حاکمیت لاندې بشري وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې اته میلیونه افغانانو ته د مرستو بهیر ودروي.

د لیکنې په دوام راغلي، په جولای میاشت او وروسته موده کې به د پنځلس میلیونه اړو افغانانو له ډلې یوازې پنځو میلیونو ته مرسته رسېږي، د دې کار لامل هم د خوړو نړیوال پروګرام سره د پیسو کموالی دی.

د ریلیف ویب په لیکنه، په افغانستان کې ۱۵ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې بل څاښت ډوډۍ یې له کومه کېږي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې د سږکال په اکټوبر میاشت کې یې د خوراکي موادو زېرمې خلاصېږي او وروسته بیا نه پوهېږي چې اړمنو کسانو ته له کومو لارو چارو ځان ورسوي.

د ریلیف ویب په لیکنه، په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا کچه څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالره ده، خو د لیکنې په دوام راغلي، مرستندویه موسسو تر جون میاشتې پورې یوازې د اړتیا وړ نهه فیصده پیسې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې که مرستندویه موسسو ته پیسې ونه رسېږي، د اړمنو خلکو شمېر به نور هم زیات شي.

ټورنټو سټار:

د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې هغه هېواد ته د تللې یوې افغان مېرمنې د نوي ژوند کیسه خپره کړې ده.

دا مېرمن ۴۳ کلنه ګلشن مصلح ده چې په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ د څانګې مشره وه.

مېرمن مصلح ټورنټو سټار ته ویلي: "کاناډا ښکلی هېواد دی، خو زه تل داسې فکر کوم چې یوه ژور غار کې یم."

د ټورنټو سټار په وینا، ګلشن مصلح یو وخت د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د یوې څانګې مشره وه، خو تېره میاشت یې کاناډا کې د دولتي ملاتړ بهیر پای ته ورسېد او اوس دندې پسې ګرځي.

په مطلب کې راغلي، د ګلشن په څېر هغه افغانان چې کاناډا ته تللي د ژبنیو او فرهنګي خنډونو ترڅنګ د کار په مارکېټ کې هم له ستونزو سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG