د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

بریتانوي انډپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو له پلاوي سره د چین د بهرنیو چارو وزیر د لیدنې پر پلان مطلب خپور کړی.

وړاندې په مطلب کې لولئ چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل مل پلاوي سره روانه دوشنبه او سې شنبه په قطر کې د طالبانو هیئت سره ګوري.

  • ګلوبل ټایمز

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې هم د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله کښلي چې دغه سفر کې به په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت پر مسائلو خبرې وشي.

تر دې مخکې چیني چارواکو د تیانجین په ښار کې د طالبانو له مشرانو سره هم لیدلي وو.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ وین له خولې وايي چې چین د افغانستان د یوه ګاونډي، پخواني شریک او دوست په توګه تل غوښتي چې په افغانستان کې ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل شي.

په کابل کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته دا به د چینايي او طالب چارواکو ترمنځ لومړۍ غونډه وي چې د دواړو لورو د رهبرۍ په سطح ترسره کېږي.

  • فایننشل ټایمز

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماتیک مأموریت د دوام په تړاو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي چې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د افغانستان په پلازمېنه کابل کې خپل استازي ته یو ډیپلوماتیک دفتر پرانیزي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې اروپايي ټولنه په دې اند ده چې په افغانستان کې له طالبانو سره د محدودو اړیکو پالل اړین دي، ترڅو طالبان پرېنږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېستانو لپاره په امن پټن ځای بدل شي.

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا دې د بشر حقونو خونديتوب وشي او په دغه هېواد کې د بشري بحران مخه هم ونیول شي.

اروپايي ټولنې د جي شل یا د نړۍ د ۲۰ پیاوړو اقتصاد لرونکو هېوادونو د غونډې په لړ کې افغانستان ته د ۱ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

اروپايي ټولنې دا هم ویلي چې دغه مرسته به په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه‌ورکول کېږي او د خیریه سازمانونو له لارې به پر خلکو ووېشل شي.

اوس فایننشل ټایمز ورځپاڼه وايي چې اروپايي ټولنه اړمنو خلکو ته په شفاف ډول د دغو مرستو د وېش په اړه اطمینان نه‌لري.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې تېره میاشت د اروپايي ټولنې یو شمېر ډیپلوماتان هم کابل ته ولاړل څو افغانستان ته د دغې اتحادیې د نورو ډیپلوماتانو د ورتګ مسئله وارزوي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په باور په کابل کې د اروپايي اتحادیې د دفتر د پرانیستې تصمیم لا نه‌دی مشخص شوی، خو دغې ټولنې ویلي چې د دفتر د امنیت ساتنې مسؤلیت‌یې د طالبانو په غاړه دی.

XS
SM
MD
LG