د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه ویلي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • عرب نیوز

عرب نیوز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني د امریکا له منتخب جمهور رییس جوبایډن غوښتي چې افغانستان سره د طالبانو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ملګرتیا وکړي.

د ورځپاڼې په وینا ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ له ښاغلي بایډن وغوښتل، کابل سره د مرستې د دوام په ډاډ ورکولو دې د سولې د ماتېدونکې پروسې ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د ملي شورا غړو هم د امریکا له منتخب جمهور رییس څخه غوښتي چې د ټرمپ پر هغه پلان دې له سره غور وکړي چې غواړي له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري وباسي.

ورځپاڼې د بین الافغاني خبرو په چوکاټ کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې له خنډ او ځنډ سره مخ خبرو ته په اشارې لیکلي، د دې وېره شته چې په قطر کې روانې خبرې اترې ګډې وډې شي.

د دې لیکنې د خپرېدو سره په یوه ورځ د افغان جمهور ريیس دوهم مرستیال سرور دانش د امریکا له راتلوونکي جمهور رییس غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې په روان بهیر کې دې د امریکا رول له سره وارزوي.

په عین حال کې بیا په دوحه کې د طالبانو ویاند ازادي راډیو ته ویلي، دوی هیله لري د امریکا راتلونکی جمهور رییس به د دوحې تړون عملي کړي.

  • ریلیو ویب

د ریلیو ویب خپرونې په افغانستان کې د خوراکي توکو کموالي ته پاملرنه کړې.

د خپرونې په وینا د کویډ۱۹ اغېزې، د خوراکي توکو لوړې بیې، د عوایدو کمی او جګړه په افغانستان کې د خوړو د کمي مهم سببونه دي.

خپرونه زیاتوي، د اګسټ او اکټوبر ترمنځ موده کې د شوې یوې ارزونې پر بنسټ په ټوله کې دولس نیم میلیونه افغانان په لوړه کچه د غذايي امنیت له نشتوالي سره مخ دي.

د خپرونې په وینا دا کسان سملاسي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ریلیو ویب خپرونه همدارنګه اټکل کوي چې ښايي د روانې نومبر میاشتې څخه د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مارچ پورې دیارلس میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې خوراکي توکو ته اړو خلکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

په کابل کې ددې سازمان ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته ویلي، امکان شته چې د هغو افغانانو شمېر چې د خوراکي توکو له کمي سره مخ دي د ۲۰۲۰م کال تر پای پورې پنځلس میلیونو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG