د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

نیویارک ټایمز: ممکن د ژمي پر مهال افغانستان کې یو ملیون ماشومان مړه شي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • د کړکېچ نړیواله ډله

د کړکېچ نړیوالې ډلې د افغانستان د بشري ناورین او د هغه د مخنیوي پر څرنګوالي یو مفصل راپور خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي، داسې احتمال نه‌شته چې د افغانستان اقتصادي ننګونې دې د طالبانو په تګلاره کې بدلون راولي، خو وړاندې لولو، دا وضعیت به زیان‌ګاله افغانان ډېر وځپي.

د راپور په دوام راغلي، مرسته کوونکو افغانستان ته د مرستو په رسولو هوکړه کړې، خو د لیکوال په باور دا مرستې بسنه نه‌کوي.

په راپور کې راغلي، که مرسته کوونکي هېوادونه غواړي چې د حکومت د ناکامۍ او د خلکو د لوږې مخه ونیسي، باید له دولتي بنسټونو سره د اساسي خدمتونو، لکه روغتیا او زده‌کړو، لپاره مرسته وکړي.

کله چې طالبان افغانستان کې واک ته ورسېدل، امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالره شتمني کنګل کړه.

اوس د طالبانو د واکمنۍ نږدې څلور میاشتې تېرېږي، خو په کور دننه ملیونونه افغانان د لوږې او قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.

تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې شااوخوا ۲۳ ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د بشري سازمانونو پر دې اندېښنې لیکنه خپره کړې چې ویلي یې دي، ممکن د ژمي پر مهال افغانستان کې یو ملیون ماشومان مړه شي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه کې راغلي چې د افغانستان روان بشري ناورین به هم پر طالبانو او هم په بالقوه ډول پر امریکا ناوړه اغېز وکړي.

لیکوال ویلي، امریکا د اقتصادي بندیزونو د کمولو لپاره تر سخت فشار لاندې ده، دا هغه بندیزونه دي چې د ناورین کچه‌یې زیاته کړې ده.

نیویارک ټایمز د خوړو نړیوال پروګرام د برنامو د مدیر مري ان مک ګروتي خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، سیاست باید له بشري اړتیاوو نه جلا شي.

هغې ویلي، په افغانستان کې ملیونونه بې‌ګناه ښځې او ماشومان بې‌وزلۍ د مرګ له خطر سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG