د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

رسنۍ: په افغانستان کې سېلابونه د افغانانو کړاوونه لا زیاتوي


په پروان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په پروان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

دیپلومات:

دیپلومات مجلې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د ازبکستان د اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې د روانې جولای میاشتې په اتلسمه په اسلام اباد کې د پاکستان، ازبکستان او طالب چارواکو هغې غونډې ته اشاره شوې، چې په افغانستان کې د رېل لارې د جوړېدو په اړه موافقه پکې وشوه.

دا رېل لاره به د جوړېدو په صورت کې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل کړي.

د دیپلومات مجلې پر اساس، په پام کې ده چې دا پروژه تر ۲۰۲۷ م کال پورې بشپړه شي او تر ۲۰۳۰ پورې به له دې لارې د کال تر ۱۵ میلیون ټنه پورې توکي انتقالېدای شي.

د دیپلومات له لیکنې سره سم، ازبکستان له تېرو ۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې د رېل لارې د جوړېدو او له دې طریقه له پاکستان او تودو اوبو سره د وصلېدو په فکر کې دی.

د ۲۰۱۷ په دسمبر کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د هماغه وخت له ولسمشر اشرف غني سره د دې پروژې د تطبیق موافقه لاسلیک کړه.

له دې یو کال وروسته د افغانستان، ازبکستان، پاکستان، روسیې او قزاقستان د رېل لارو د ادارو رييسانو پر دې پروژې موافقه وکړه او د ۲۰۱۸ په پای کې یې په تاشکند کې په دې غونډه وکړه چې له مزارشریف څخه تر پېښور پورې رېل لاره څنګه جوړه شي.

خو دا پروژه په بیلابیلو دلایلو وځنډېده.

یو دلیل یې دا و چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبان واک ته ورسیدل.

د روانې جولای په نولسمه د ازبکستان ولسمشر د سعودي عربستان په ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا او منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د خلیج د سیمې له هیوادونو وغوښتل، چې په دې پروژه کې برخه واخلي ځکه چې دا پروژه منځنۍ اسیا د خلیج د سیمې له هیوادونو سره وصلوي.

انډیپندنټ:

د بریتانیا انډیپندنټ ورځپاڼې بیا د افغانستان سېلابونو ته کتنه کړې ده؛ هغه سېلابونه چې له کبله یې د ورځپاڼې تر خپرېدو پورې د ۳۱ تنو مړینه او د ۷۴ نورو ټپي کېدل تایید شوي وو.

انډیپیندنټ کاږي، د دې سېلابونو له کبله تر ۶۰۰ ډېر کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي دي.

د افغانستان د وروستیو ورځو سېلونو؛ په ځانګړي ډول په میدان وردګ ولایت کې ډېر تاوانونه پېښ کړي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد په خورا بد حالت کې دی او بې‌وزلي په بې ساري ډول زیاته شوې ده، دا ډول سېلابونه د افغانانو کړاوونه لا زیاتوي.

راپورونه وايي، چې سېلابونو سلګونه څاروي مړه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه یې هم ویجاړه کړې ده.

تېر کال هم په همدې شپو ورځو کې د افغانستان شاوخوا پنځلس ولایتونه سختو سېلابونو وځپل او د سر ومال ډیر تاوانونه یې واړول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG