د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د اوسپنې پټلۍ اداره: د امنیت نشتون د پروژو د پلي کولو پر وړاندې لویه ستونزه ده


د آقينې - اندخوى د اوسپنې پټلۍ
د آقينې - اندخوى د اوسپنې پټلۍ

د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره، په هېواد کې د امنیت نشتون د پروژو د پلي کولو پر وړاندې لویه ستونزه یادوي.

ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په دوام نن د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او کار ټولنیزو چارو وزارت خپل کلني راپورونو وړاندې کړل.

د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره د خپلو پروژو پلي کولو پر وړاندې د امنیت، تخصصي کسانو او د تجهیزاتو نشتون عمده ستونزې یادوي.

د دې ادارې مشر یما شمس وویل، د اوسپنې پټلۍ اداره خپلې هڅې کوي چې افغانستان له سيمې او نړۍ سره وصل کړې خو په دغه هېواد کې نا امني يې پر وړاندې لوی خنډ دی.

شمس زياته کړه: "د پروژو په پلي کولو کې زموږ ستونزه چې په هېواد کې یې د ټولو پراختیايي پروژو پر وړاندې لرو هغه د امنتیت نشتون ستونزه ده، د قراردادایانو یا دا چې موږ له بهرنیو هېوادونو سره کار کوو د دوی امنیت ساتل موږ ته سخت دي."

د ښاغلي شمس په خبره، تېره اونۍ د ترکمنستان هېواد سره د اقینې ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ پر ټاکلي وخت پرانيستل شوه، خو په خبره يې د راتلونکي لپاره د ریل پټلیو د پراختیا لپاره باید د امنیت ساتنې برخه کې جدي کار وشي.

د هرات - خواف د اوسپنې پټلۍ د پرانيسغونډې انځور. 10 12 2020
د هرات - خواف د اوسپنې پټلۍ د پرانيسغونډې انځور. 10 12 2020

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو پر بنسټ،په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به، د خوف ـ هرات اوسپنۍ پټلۍ دوهم فاز څلورمه قطعې او د سپین بولدک ـ کندهار،تورخم جلال اباد اوسپنیو پټلیو ساختماني چارې هم پیل شي.

ملت ته د دولتي ادارو د حساب ورکونې پروګرام د روانې لمریزې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شو.

افغان چارواکي وايي، د دې پروګرام موخه، دولس او حکومتي ادارو ترمنځ د رامنځته شوی واټن له منځه وړل او د باور فضا رامنځته کول دي.

XS
SM
MD
LG