د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د غځولو ستونزې؟


د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره وايي؛ په دې هیواد کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو پر وړاندې د امنیتي ګواښونوله لرې کېدو سره به په دوو کلونو کې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ دا پروژه بشپړه شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د استفادې لپاره د خلکو هیلې او غوښتنې په ډيرېدو دي؛ د افغانستان د اوسپنې پټلیو د غځولو اداره وايي؛ د دې پروژې پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په صورت کې په راتلونکو دوه کلونو کې به دا پروژه بشپړه شي.

دا اداره د دې لارو په ځينو برخو کې امنیتي ستونزې او د استملاک له پلوه د مالي ملاتړ کمښت د دې پروژې د پشپړېدو په وړاندې جدي ستونزې یادوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلی د ادارې مشر یماشمس له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ که څه هم د دې پروژې د تخنیکي او اقتصادي برخو په مطالعې کې د پام وړ کارونه شوي؛ خو ځیني نور مهم کارونه شته چې باید ترسره شي.

"له مزاره تر اندخویه نا امنه سیمه ده؛ د مثال په ډول زموږ انجینران هلته تر څلورو بجو وروسته کار نشي کولای؛ د وطن دښمنان شته چې اقتصادي پروژې نه پریږدي؛ په موږ باندې تر اوسه حمله نه ده شوي؛ خو امنیتي ګواښونه موږ احساسوو.

له مالیې وزارت څخه د پیسو اخستل بله ستونزه ده چې رفع شي؛ که دا کارونه وشي نو زه ډاډمن یم چې په دوه کلونو کې به دا پروژه ګټې اخستنې ته چمتو شي."

ښاغلی شمس وايي، له مزاره تر اندخوی پورې د اورګاډي د ۲۲۰ کیلو متره پټلۍ تخنیکي او اقتصادي مطالعه بشپړه شوې او د راتلونکي میلادي کال تر پایه به د ۴۹۵ کیلو مترو پټلۍ مطالعه بشپړه شي.

ومو غوښتل چې د دې پروژې د مالي ستونزو په برخه کې د مالیې او فواید عامې وزارتونو نظر هم واخلو؛ خو بریالي نه شوو.

خو د اوسپنې پټلۍ ادارې د امنیت د ټینګیدو غوښتنې په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل؛ د دې پروژې امنیت ټینګولوته تیاردي.

"زموږ هڅې دا دي چې غټې ملي پروژې په خپل وخت عملي شي؛ هغه امینت چې دې پروژې ته ضرورت دی؛ د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې د هغې د مسوولیت د اخستلو لپاره اضافي امنیتي تدابیر ونیسي."

په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ پروژه ۶۳۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې د ترکمنستان آقینې څخه پیل او د افغانستان د اندخوی، شبرغان، مزارشریف، خُلم، کندز، شیرخان بندر له وصلولو وروسته د تاجکستان کلخوزاباد ښار ته رسیږي.

د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په کتو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مشر آذرخش حافظي د هغې په بشپړېدو ټينګار کوي او وايي چې افغانستان به وکولای شي؛ د هغې له لارې د مرکزي اسیا او نړیوالو بازارونو سره ښې اړیکې ټينګې کړي:

"د ځمکني ټرانسپورټ تر ټولو ارزانه ‌ډول د اوسپنې د پټلیو دی.

د ریل ګاډي لپاره د اوسپنې پټلۍ هم د اوسیدلو د محیط لپاره ښې دي او هم د اقتصادي پرمختګ او تګ راتګ لپاره ښه سهولتونه رامنځته کولای شي."

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ د ریل ګاډي پټلۍ پروژې د پیل په خاطر تیر کال پخواني جمهور رییس حامد کرزي ترکمنستان ته سفر وکړ او د درېیو واړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې یې د هغې د پیل کیدو تړون لاسلیک کړ.

اقتصادي کارپوهان اوس د دې پروژې بشپړول ځکه هم مهم بولي چې نوي حکومت تر ډيره د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ ټینګار کړی او د هغې د پیاوړتیا لپاره یې د پانګونې په برخه کې د نړیوالو او افغان سوداګرو د هڅولو لړۍ تیزه کړې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG