د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د اوسپنې پټلۍ په وسیله چابهار سره د افغانستان نښلېدل مهم ګام وبلل شو


د اورګاډي دا پټلۍ ۶۲۸ کیلو مټره ده چې د ایران له چهابهار، زاهدان، بیرجند او مشهد څخه به راتېرېږي او افغانستان ته به را دننه شي.
د اورګاډي دا پټلۍ ۶۲۸ کیلو مټره ده چې د ایران له چهابهار، زاهدان، بیرجند او مشهد څخه به راتېرېږي او افغانستان ته به را دننه شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د اورګاډي پټلۍ په وسیله د چابهار او افغانستان نښلول، د سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ په برخه کې یو مهم ګام بولي.

د سوداګریزې پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د چابهار بندر څخه د ګټنې لپاره تازه هڅه!

ایران د هغې پروژې عملي چارې پیل کړې چې په پای ته رسېدو سره به یې د اورګاډي د پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلي.

د اورګاډي دا پټلۍ ۶۲۸ کیلو مټره ده چې د ایران له چهابهار، زاهدان، بیرجند او مشهد څخه به راتېرېږي او افغانستان ته به را دننه شي.

د افغانستان حکومت هم د چابهار بندر څخه د خپلې ښې او اسانه ګټنې لپاره د دې کار هرکلی کوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، دا پروژه دوه کاله وړاندې لاسلیک شوه او پرون یې په ایران کې عملي چارې پیل شوې.

د دې ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې لارې په وسیله به ایران له نیمروز او بیا نیمروز له هرات سره وصل شي چې په پایله کې به یې چابهار ته د رسېدو اسانه او ارزانه لاره جوړه شي.

هغه زیاته کړه: "موږ په ایران کې د دې پروژې د کارونو له پیل هرکلی کوو. دا پروژه نه یوازې دا چې د سوداګریزې را کړې ورکړې لپاره مهمه ده، بلکې د سیمه‌ییز پیوستون په برخه کې د پام وړ اغیز لري. "

د ایران دولتي اژانس ایرنا پرون د دې هېواد د ښارجوړونې وزارت د مرستیال خیرالله له قوله ولیکل، دا د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو ښه پیل دی.

هغه زیاته کړې، دا د ایران د اورګاډي د پټلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې، د اقتصادي‌ بندیزونو سره، سره به پلې شي او د۱۵۰ کیلومټره پټلۍ د غځولو کار به یې د روان لمریز تر پای بشپړ شي.

چابهار بندر، ایران
چابهار بندر، ایران

ایرنا لیکي، په دې لارې به مسافر وړونکي اورګاډي په یوه ساعت کې ۱۶۰ کیلو مټره او بار وړونکي اورګاډي۱۲۰ واټن ووهي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان لا هم له چابهار څخه ډېره ګټه نه ده پورته کړې او هیله ښيي چې د اورګاډي د پټلۍ له لارې د نښلېدو وروسته به، دا مسیر د سیمه‌ییز اتصال د ټکي په توګه لا مطرح شي.

شعیب رحیم چې د سیمې اقتصادي وضعیت له نږدې څاري ازادي راډیو ته وویل، که د جګړه‌ییز سیاست پر ځای، اقتصادي ګټو ته پام وشي، ایران، افغانستان او هند به د چابهار له لارې په یوه سوداګریز دهلیز بدل شي.

رحیم زیاته کړه: "د چابهار ګټه هغه مهال افغانستان ته ډېره رسېږي چې سوداګریز توکي د چابهار بندر له لارې د زرنج له لارې افغانستان ته راشي، چون کابل ته لنډه لار ده. اوس چې ریل پټلۍ جوړېږي، زېربنا جوړېږي، واقعا ښه ګټه به ترې واخلوو. هم باید سړک جوړ شي، هم ریل پټلۍ. د رېل پټلۍ ګټه دا ده چې توکي بې له مزاحمته او په کم وخت کې لېږدوي او موږ ته یې زیاته ګټه رسېږي."

د ایران د ښار جوړونې وزارت هم ویلي چې د دې پروژې له لارې به د ایران، افغانستان او هند ترمنځ درې اړخیزه راکړه ورکړه او معاملات نور هم غښتلي کړي.

یو ټولیز نظر پر دې څرخي چې چابهار ته هر څه ډېر په نږدې کېدو سره، د افغانستان سوداګریزه اتکا، پر پاکستان کمېږي، هغه څه چې پاکستان یې تل د زور د ټکي په توګه په افغانستان کاروي.

افغانستان چې تر ډېره د پاکستان له لارې سوداګري کوله، په ۲۰۱۶ کې یې له هند او ایران سره تړون لاسلیک کړ چې د چابهار بندر له لارې خپل تجارت پیاوړی کړي.

افغانستان همدا ډول د سیمې له نورو هېوادونو لکه ترکمنستان، قزاقستان، اذربایجان او تاجکستان سره د خپلې را کړې ورکړې لړۍ پراخه کړې او همدې ته هیله‌من دی چې اوس یوازې پر یوې سوداګریزې لارې محدود نه دی.

XS
SM
MD
LG