د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان ترمنځ ګډه کمېټه جوړېږي


د افغان، اذربایجان او ترکمنستان ولسمشرانو ترمنځ ویډیو کنفرانس
د افغان، اذربایجان او ترکمنستان ولسمشرانو ترمنځ ویډیو کنفرانس

د افغانستان ترکمنستان او آذربایجان ولسمشران په دې سلا شول چې په خپلو کې به د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د وزیرانو په کچه یوه درې اړخیزه کمېټه جوړوي.

دا پرېکړه په هغې درې اړخیزه انلاین سرمشریزه کې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غنياو د ترکمنستان او آذربایجان دولسمشرانو الهام علییف او قربان قلي بیردي محمدوف ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه.

دا کمېټه به د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ د وزیرانو او نورو اړوند ادارو او وزارتونو د مشرانو څخه جوړه وي.

ارګ وايي د دې مشریزې د جوړولو نوښت ولسمشر غني کړی و.

له ترکمنستان او آذربایجان څخه د لاجوردو لار په نوم هغه ټرانزیټي دهلیز تېرېږي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پرانیستل شو او د افغانستان تولیداتو ته د ګرجستان او ترکیې له لارې اروپا ته د رسېدو لاره پرانېزي.

په دې سرمشریزه کې د درې واړو هېوادونو د یوې ګډې کاري کمېټې د جوړولو وړاندیز د آذربایجان ولسمشر الهام علییف وکړ.

ارګ په یوې خبرپاڼې کې د الهام علییف له خولې وايي: "د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ او نورو اړوندو وزیرانو ګډه کاري کمېټه جوړه شي."

د درې واړو هېوادونو د یوې ګډې کاري کمېټې د جوړولو وړاندیز د آذربایجان ولسمشر الهام علییف وکړ
د درې واړو هېوادونو د یوې ګډې کاري کمېټې د جوړولو وړاندیز د آذربایجان ولسمشر الهام علییف وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویل: "لومړی د ولسمشر الهام علیېف د دې وړاندیز هرکلی کوم چې موږ به د درې واړو هیوادونو د ترانسپورټ د وزیرانو او نورو اړوند وزارتونو د مشرانو یوه ګډه کاري کمیټه جوړه کړو او ولسمشر بیردي محمدوف یې هم ملاتړ کوي. موږ ددې ډېر هرکلی کوو."

د ولسمشر غني په وینا دا ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او په هرو درې میاشتو کې به خپل راپورونه په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو ولسمشرانو سره شریکوي.

افغان ولسمشر همدارنګه وویل چې هېواد یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د آذربایجان او ترکمنستان د دولتي او خصوصي سکټورونو سره ګډ کار ته چمتو دی.

د ولسمشر غني په وینا، آذري او ترکمن سوداګر او پانګوال په افغانستان کې د مرمرو، کرنې، اوسپنې کانونو او نورو برخو کې پانګونې کولی شي.

نوموړې د دواړو هېوادونو له ولسمشرانو څخه افغان سوداګرو ته د ګمرکي اسانتیااووغوښتنه هم وکړه.

ولسمشر غني په دې درې اړخیزه سرمشریزه کې په افغانستان کې دننه د اورګاډي د پټلۍ د غزلو د یو پلان خبرههم یاده کړه چې په وینا یې "افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ۴ زره څخه تر ۶ زره کیلو متره اورګاډي پټلۍ ته اړتیا لري" او نړیوالو همکارانو یې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د اتو وچو بندرونو د معیارو کولو تابیا وښوده او ویې ویل: "امریکا، اروپایي ټولنه او اسیا پراختیایي بانک د مالي تضمینونو په برخه کې مرستې ته چمتو دي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ترکمنستان د افغانستان سره د سوداګریز اتصال لپاره د اورګاډي پټلۍ د اقینې او تور غونډۍ تر بندرونو غځولې ده.

هغه بندرونه چې افغان دولت غواړي د وچې پر معیاري بندرونو یې بدل کړي.

ولسمشر بیردي محمدوف په دې درې اړخیزه غونډه کې وویل: "د توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هېواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي."

افغانستان او ترکمنستان د سیمه ایز اتصال په څو نورو پروژو کې هم لکه ټاپي چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي، شریکان دي.

افغان ولسمشر په دې درې اړخیزه غونډه کې ترکمنستان له دې کبله هم وستایه چې د کرونا د وبا پرمهال یې افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد لاره پرانیستې وساتله.

افغانستان چې پخوا تر دې یې د نړۍ سره د خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې ډېره تکیه د پاکستان د کراچۍ په بندر وه، په وروستیو کې د ایران د چابهار او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د نویو ټرانزیټي لارو د موندلو او پرانیستلو لټه کړې او په وروستیو کلونو کې توانېدلی چې تر ډېره د پاکستان پر کراچۍ بندر خپله تکیه کمه کړې.

XS
SM
MD
LG