د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د سوداګرۍ وزارت: له اذربایجان سره شوي تړونونه به د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي


ولسمشر محمد اشرف غني په اذربایجان کې د دغه هېواد له چارواکو سره
ولسمشر محمد اشرف غني په اذربایجان کې د دغه هېواد له چارواکو سره

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، اذربایجان ته د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کې چې د هغه هېواد له چارواکو سره دده په حضور کې د کومو پروژو تړونونه لاسلیک شول، د هېواد له اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي.

په افغانستان کې د معلوماتي تکنالوژۍ پیاوړتیا، د اوسپنې د پټلۍ غځول، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ټرانزیټي اسانتیاو برابرول، د فرهنګي چارو سمون او داسې نور هغه پروژې دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اذربایجان ته د سفر پر مهال دده په حضور کې د هغه هېواد د اړوندو چارو له مسؤلینو سره لاسلیک شول.

د افغانستان او اذربایجان بیرغونه
د افغانستان او اذربایجان بیرغونه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند سمیر رسا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د یادو پروژو د پلانونو جوړولو ته به ډېر ژر اقدامات وشي.

ده وویل:

"پرته له شکه په بېلابېلو برخو کې د دغو تفاهمنامو لاسلیک کېدل د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي، اذربایجان کولی شي چې په دغو برخو کې مهم نقش ولري او موږ کولی شو چې د ظرفیتونو په لوړولو کې ترې ګټه واخلو، دا پروژې کولی شي چې د یادو سکټورونو ودې ته زمینه برابره کړي."

ښاغلي رسا وویل، د افغانستان سوداګریزې اړیکې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، قراقستان، ترکمنستان او داسې نورو په نسبت لږې دي، خو دغه پروژې به د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ګډو همکاریو یو نوی باب پرانیزي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معلوماتو له مخې، اذربایجان هغه هېواد دی چې د افغانستان او اروپايي هېوادو ترمنځ د لاجوردو سوداګریزه تاریخي لار ترې تېرېږي.

دغه لار شااوخوا ۲۸۰۰ کیلومتره اوږدوالي لري چې د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې افغانستان له ترکېې او له هغه ځایه د تورې بحیرې په ذریعه له اروپايي هېوادونو سره نښلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د نویو پروژو د تړونونو هرکلی کوي او وايي چې له اذربایجان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولي شي چې د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې اذري پانګوال دې په افغانستان پانګونې ته وهڅول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

دی وایي:

"دوی باید افغانستان ته وبلل شي چې په کانونو، کرنه، ساختماني چارو، برښنا او داسې نورو کې پانګونه وکړي، ځکه دوی په دې برخو کې تجربې او امکانات لري، افغانستان کولی شي چې د دوی له تجربو استفاده وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې ویلي چې غواړي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ په یو مهم ټرانزیټي او سوداګریز واټ بدل کړي.

خان جان الکوزی ټینګار کوي چې حکومت دې د اذربایجان پر پانګوالو سربېره د نورو هېوادونو پانګوالو ته هم د پانګونې شرایط اسان او زمینې دې برابرې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG