د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

پاکستان په افغانستان کې له ستراتېژیک عمق لرلو نهیلی شوی


د پاکستان یو شمېر پوځي او ملکي چارواکي په تورخم کې - ارشیف
د پاکستان یو شمېر پوځي او ملکي چارواکي په تورخم کې - ارشیف

اېرو اېشیا ریوو

اېرو اېشیا ریوو خپرونې د هند د یوه متقاعد پوځي چارواکي سوبهاش کپیلا مقاله خپره کړې ده. کپیلا لیکي، پاکستان له نولس سوه اووه څلویښتم کال راهیسې چې د یوه خپلواک ملت په توګه رامنځته شوی دی، له خپلو دوو ګاونډیو، افغانستان او هند سره کله هم دوست نه دی پاتې شوی، خو په کابل کې د دوه زره شلم کال په اګسټ کې د طالبانو د حکومت بریا ته خوشاله شو او د ای ایس ای مشر جنرال فیض دستي کابل ته ولاړ چې دا خوښي ولمانځي.

ښاغلي کپيلا چې د بریتانیا په شاهي پوځي اکاډیمي کې یې لوړې زده کړې کړي دي او د امریکا په متحدو ایالتونو، جاپان، جنوبي کوریا او بوتان کې د هند دیپلومات پاتې شوی دی، لیکي: تر دوو کلونو په لږه موده کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر په ښکاره د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ، که د تحریک طالبان پاکستان غړیو ته خوندي پناهځای ورکوئ، بدې پایلې به ولري.

د ایروایشیا ریوو په مقاله کې د دې هندي متقاعد پوځي او دیپلومات په وینا راغلي دي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق هیله په دوه زره درویشتم کال کې له لاسه ورکړې ده.

ټیلګراف ان لاین

ټیلګراف ان لاین هم د طالبانو او پاکستان پر اړیکو لیکنه خپره کړې ده.

دا خپرونه لیکي چې افغان طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتې دي، چې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره دې یو ځل بیا د سولې خبرې پيل کړي.

ټېلګراف د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوچ خبرې را اخیستې دي، چې د جمعې په ورځ یې په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وکړې.

نوموړې وویل، چې د ترهګرۍ مساله د پاکستان لپاره د ډیرې اندېښنې وړ ده او پاکستان دا مساله له افغان چارواکو سره بیا بیا مطرح کړې ده چې د افغانستان له خاورې تروریستي تهدید پاکستان ته متوجه دی.

ټېلګراف ان لاین لیکي، پر دې سربیره چې پاکستان ټینګار کوي د تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) پرضد اقدام وشي، د طالبانو حکومت دې ته چمتو نه دی چې د ( ټي ټي پي) پرضد عملیات وشي.

سټارز اینډ سټرایپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې د هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې ده، چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دا ورځپاڼه لیکي: د امریکا دفاع وزارت د هغو افغانانو د وېزو د بهیر د چټکیدو وړاندیز کړی، چې له امریکایي ځواکونو سره یې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال، په افغانستان کې کار کړی دی.

سټارز اینډ سټرایپس لیکي، د امریکا دفاع وزارت تېره اونۍ له یوشمېر شرکتونو وغوښتل، چې له دوی سره د هغو افغانانو د اسنادو د تصدیق په برخه کې مرسته وکړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده، خو دوی اسناد نه لري.

ورځپاڼه لیکي:د اسنادو نه موجودیت دا بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG