د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې روغتیایي خدمتونه په چټکۍ مخ په خرابېدو دي


ارشیف: د هرات د نسايي او ولادي روغتون یوه څنډه
ارشیف: د هرات د نسايي او ولادي روغتون یوه څنډه

واشګنټن پوسټ:

امریکایۍ واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روغتیایي خدمتونو ته پام اړولی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه په تېرو نږدې دوو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د دې هېواد په لیرې پرتو کلیوالي سیمو کې روغتیایي خدمتونه په چټکۍ مخ په خرابېدو دي.

ډاکټرانو، نرسانو او روغتیایي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویل، چې دولتي روغتیایي مرکزونو ته اوس ډېر هغه ناروغان ورځي چې پخوا به یې غوره بلله چې په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د ځان درملنه وکړي او علت یې هم دا دی، چې د دوی اقتصادي وضعیت اوس خراب شوی دی.

واشنګټن پوسټ د افغانستان په لوېدیځ او مرکز کې د څلورو روغتونونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ بللی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان روغتیایي سیستم د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی او داسې ښکاري، چې بهرنیو تمویلونکو اوس پر نورو بحرانونو تمرکز کړی او د افغانستان له ملاتړه نور ستړي شوي دي.

په دوام کې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په استناد ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یونېسف تر پوښښ لاندې روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو شمېر له پنځلس نه تر شل سلنه زیات شوی او په ځینو مرکزونو کې یې شمېر ان دوه چنده شوی دی.

واشنګټن پوسټ د بېلګې په توګه د هرات د شینډنډ ولسوالۍ یادونه کړې او وایي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له لازمو روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، یو شمېر ډاکټران هیله من وو چې ښایي دغه نا ارامه ولسوالۍ به د بسپنه ورکونکو هېوادونو مرستې راجلب کړي، خو د لیکوال په باور داسې ونه شول او اوس وضعیت بل ډول دی او یو علت یې هم دا دی چې، طالبانو ښځې په غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په پروګرامونو کې له کار کولو منع کړي، د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره پرمختیایي پروژې درېدلي او ان ډېر مرستندویه سازمانونه نور په افغانستان کې حضور نه لري.

ريليیف ويب:

ریلییف ویب خپرونې هم د افغانستان اقتصادي او بشري بحرانونو ته پام اړولی او ویلي یې دي، چې د دې هېواد د وګړو دوه په درېیمه برخه په روان ۲۰۲۳ کال کې په څو برخو کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې خپرونې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په اړه معلومات خپروي د خوړو د نړیوال پروګرام وروستي راپور ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په اوس وخت کې د افغانستان د وګړو ستره اړتیا خوراکي مواد دي.

په دوام کې ویل شوي، د دې لپاره چې د تر ټولو زیانګالو افغانانو لپاره خواړه برابر شي، د خوړو نړیوال پروګرام د روان کال تر پایه یو ميلیارد او دوه سوه ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ریلییف ویب په وینا د اپرېل له میاشتې راهیسې د بودیجې د کمېدو له وجهې د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی، چې په افغانستان کې لږ تر لږه اته ميلیون وګړو سره مرستې قطع کړي.

XS
SM
MD
LG