د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

ډيپلومات: د افغانستان روغتیايي سیستم د نړېدو په پاڼ ولاړ دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له مأموریت څخه د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت د دایمي استازي د تلو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

غلام محمد اسحاقزی د جولای په میاشت کې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی و او له هغه وروسته چې غني له افغانستان ووت او حکومت د طالبانو په لاس نسکور شو هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په څوکۍ خپلې دندې ته دوام ورکاوه.

اوس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت استازولۍ ویلي د دې مأموریت مشري به د مأموریت پخوانی وزیر مختار نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه کوي.

فارین پالېسي لیکي، دا مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت د استازولۍ سربېره په نړۍ کې د افغانستان ګڼې نورې ډیپلوماتیکې ادارې هم فعالې دي، قونسلي چارې مخکې وړي او د فارین پالېسي په وینا په غیر رسمي توګه لوېدیځو چارواکو ته خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژني.

خو فارین پالېسي د ځینو خبرو سرچینو په حواله وايي اسحاق‌زي پر دې هڅو خپل باور له لاس ورکړی و. خپرونه د یو افغان ډیپلومات له خولې چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی وايي، اسحاق‌زي فکر کاوه چې نور "په افغانستان کې داسې کوم حکومت نه‌شته چې دا یې په ملګرو ملتونو کې استازولي وکړي".

خپله غلام محمد اسحاق‌زي په دې اړه چې ولې یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي له څوکۍ استعفا وکړه څه نه‌دي ویلي، خو فارین پالېسي ویلي چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سازمان دننه کومه بله دنده ترلاسه کړې ده.

  • ډیپلومات

"د افغانستان روغتیايي سیستم د نړېدو په پاڼ ولاړ دی"، دا د ډیپلومات خپرونې د یوې لیکنې سرلیک دی.

لیکنه پر دې راڅرخي چې د افغانستان دولتي روغتونونه د امکاناتو او درملو له کمي سره مخ دي، د کرونا په وړاندې مبارزه په ټپه درېدلې او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له یوې ورځې بلې ته ډېرېږي.

خپرونه په کابل کې د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا روغتون د مرستیال محمد لطیف له خولې وايي، دوی ته په تېرو څلورو میاشتو کې په خوارځواکۍ اخته درې زره ماشومان وروړل شوي، له دوی څخه ۲۵۰ یې بستر شوي او نور یې په کورونو کې تر درملنې لاندې دي.

دې افغان ډاکتر ډیپلومات ته ویلي، دوی خپلې خاورې او مسلک ته وفادار دي او له همدې کبله په نشت امکاناتو کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

ډاکتر محمد لطیف زیاته کړې چې د روغتون کارکوونکو ته پنځه میاشتې کېږي تنخواګانې نه‌دي ورکړل شوي او په روغتون کې د خوارځواکۍ لپاره د خوړو د ځانګړو بستو په شمول درمل او د اړتیا وړ توکي په کمېدو دي.

  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال بیا په یو راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې افغانستان کې شااوخوا ۶۰ زره ژباړونکي او نور هغه چې له امریکايي ځواکونو سره‌یې کار کړی او د امریکا ویزو ته‌یې غوښتنلیکونه سپارلي، پاتې دي.

ورځپاڼې ویلي دا لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هغو افغان همکارانو په اړه چې شاته‌یې پرېښي شمېرې ورکوي.

XS
SM
MD
LG