د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

ګارډين: افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه په ټپه ولاړه ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډين

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې خپلې وروستۍ ګڼه کې افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان روغتیايي سیستم پر طالبانو د بندیزونو له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی ځکه د ګار‌ډین په وینا روغتیايي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې افغان روغتیايي کارکوونکو خپلې تنخواګانې نه‌دي ترلاسه کړي او په شته روغتیايي امکاناتو کې د ناروغانو د درملنې لپاره لومړني امکانات نه‌شته.

د جانز هاپکنز پوهنتون د بشري مرستو د چارو رئیس پاول شپیګل دې ورځپاڼې ته ویلي، افغانستان ته په یو وروستي پنځه ورځني سفر کې یې ولیدل چې دولتي روغتونونه چې تر ټولو زیان‌ګالو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابروي، د سونګ مواد نه‌لري او ان درمل او روغتیايي تجهیزات په‌کې نه‌شته.

پاول شپیګل ویلي، افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه په ټپه ولاړه ده. نوموړي په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د یو لوی ناورین د مخنیوي لپاره د مرستو غوښتنه کړې.

ګارډین وايي، د پاول شپیګل څرګندونې په ټول افغانستان کې چې دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی د روغتیايي سیستم د نړېدو د زیاتېدونکو اندېښنو څرګندونه کوي.

په لیکنه کې وړاندې د ډاکتر شپیګل په وینا زیاته شوې، لوېدیځ باید پر طالبانو د بندیزونو په برخه کې جلا چلند خپل کړي.

د پاول شپیګل په وینا د طالبانو په اړه اندېښنې د درک وړ دي، خو حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د لوېدیځ د بندیزونو له کبله د مليونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخ دی.

  • نيويارک پوسټ

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې هم په افغانستان کې د اقتصادي بحران مسئله یاده کړې او په دې اړه د یوې لیکنې په پیل کې وايي، یوه نهيلې افغانه مور اړ شوه چې د خپلو نویو زېږېدلو غبرګونو ماشومانو څخه یو یې د ۱۰۴ ډالرو په بدل کې وپلوري څو د خپل بل نوي زېږېدلي ماشوم ژوند وژغوري.

ورځپاڼې د دې مور د هویت د پټ پاتې کېدو په پار نوموړې د بي بي په نوم یاده کړې ده.

وړاندې ویل شوي، جنګ ځپلی افغانستان د خپل تاریخ له یو سختې قحطۍ سره مخ دی او ګڼې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره سختو پرېکړو ته اړ شوې دي.

د ورځپاڼې په وینا د روان میلادي کال په پیل کې وچکالۍ بي بي او کورنۍ یې اړ کړل چې خپله کرونده پرېږدي او بل ځای کډه شي.

څلور میاشتې مخکې د دې افغان مېرمنې دوه غبرګوني ماشومان هلک او نجلۍ وزېږېدل.

خو په دې کورنۍ کې چې لا دمخه‌یې شپږ اولادونه درلودل د دوو نورو ماشومانو په زیاتېدو دا افغان ښځه او خاوند پوهېدل چې سخت انتخاب‌یې په مخکې دی.

بي بي د ماشومانو د ژغورنې یا سېف د چېلډرن ادارې ته ویلي، خپل نوی زېږېدلی زوی یې یوې بلې ښځې او خاوند ته چې اولاد یې نه‌درلود د ۱۰۴ امریکايي ډالرو په بدل کې ورکړ، ځکه دوی نه‌شوه کولای چې دا او نور ماشومان په نس ماړه وساتي.

سېف د چېلډرن یو راپور کې وړاندوینه کړې چې د ۲۰۲۲ م کال تر نیمايي پورې به تر ۹۷ سلنه زیات افغانان د فقر د کرښې لاندې شي.

XS
SM
MD
LG