د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

خلیج ټایمز:'IRC'وايي، د افغانستان روغتیايي سیسټم د نړېدو په حال کې دی


ارشیف، د خوست یو روغتون

  • مېل انلاین

د مېل انلاین ورځپاڼې یو راپور خپور کړی چې وايي، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په کابل ښار کې هغه پوسټرونه لګولي چې په کې له افغانو ښځو غواړي حجاب دې مراعت کړي.

راپور وايي، په دې پوسټرونو کې د چادري او بورقې لرونکو ښځو تصویرونه لګول شوي او ښځو ته په کې د حجاب اغوستلو سپارښتنه شوې.

مېل انلاین وايي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په څېر به پر خلکو سخت قوانین نه عملي کوي، خو دې ډلې د بیا واکمنېدو سره سم افغانې ښځې په ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي او د کابل په ګډون یې په زیاتو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي دي.

راپور وايي، تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دې چارې ډپلوماټان له ستونزو سره مخ کړي دي چې د افغانانو د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت مخنیوي کې همکاري وکړي.

  • خلیج ټایمز

خلیج ټایمز ورځپاڼې خپلې تازه ګڼه کې د 'اۍ.ار. سي' د یوه راپور په حواله ویلي چې د افغانستان د روغتیايي مرکزونو په سلو کې ۹۰ به د ۲۰۲۲م زیږدیز کال تر پایه پورې وتړل شي.

'اۍ.ار. سي' یا د ژغورنې نړیوال سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، د افغانستان روغتیايي سیسټم د نړېدو په حال کې دی.

تردې مخکې نړیوال روغتیايي سازمان په دې اړه خبرداری ورکړی و.

خلیج ټایمز د دې راپور په استناد لیکلي چې د افغانستان تر ۹۷ سلنې وګړې ښايي د ۲۰۲۲م زیږدیز کال تر پایه د خوراکي موادو له کمي سره مخ شي.

ورځپاڼې د خوراکي موادو د نړیوال پروګرام په قول ویلي چې څه باندې دوه نیم میلیارډه ډالرو ته اړتیا لري، څو ۲۳ میلیونه هغو افغانانو ته چې له لوږې سره مخ دي مرستې ورسوي.

د ژغورنې نړیوال سازمان یا 'اۍ.ار. سي' په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په خرابېدو له نړیوال ټولنې غوښتي چې د دې هېواد له روغتیايي سکتور سره دې مرسته وکړي.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت د دوام په صورت به میلیونونه کسان په دې هېواد کې د روغتیايي بنسټونو له خدمتونو بې برخې شي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان روغتیايي نظام له بېړني وضعیت سره مخ دی.

د دې وزارت د چارواکو په وینا پخواني دولت د عامې روغتیا وزارت تر ډېره پر بهرنیو موسسو تکیه ساتلی و او اوس له دې وزارت سره د بهرنیو مرستو په درېدو روغتیايي سکتور له ستونزو سره مخ دی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG