د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

د افغانستان د وضعيت په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ډيپلوماټ مجله:

دیپلومات مجلې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د قطر او اندونیزیا د همکارۍ په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو:

د مارچ په پای کې اندونیزیا او قطر د افغانستان خلکو ته د بشري او پرمختیايي مرستو په اړه یو یادښت لاسلیک کړ.

دا سند چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي او د قطر د باندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني لاسلیک کړ، په افغانستان کې د اوسني بشري بحران په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د کړاو په اړه د دوی د اندېښنې او ژمنې ښکارندويي کوي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې اغلې ریتنو وویل چې په دې مرسته کې افغانانو ته اوږدمهالې مرستې لکه سکالرشیپونه یا بورسونه، د مسلکي زده کړو پروګرامونه او دغه راز په افغان ټولنه کې د ښځو د رول په هکله عمومي دیالوګ شاملېږي.

دیپلومات د مارچ په میاشت کې په دوحه کې د افغانستان، اندونیزیا او قطر غونډې ته په اشارې لیکلي چې په لړ کې یې د افغانستان پر سخت بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې وشوې.

قطر له دې کبله چې په کلونو د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه و او د امریکا او طالبانو اوږدې خبرې او موافقه په دوحه کې وشوه، هڅه کوي چې د افغانستان په ارتباط فعاله واوسي.

اندونیزیا هم په ځلونو د افغانستان د تېر جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې کړي دي.

د بې پولو خبريالانو ټولنې خپرونه:

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپله خپرونه کې په افغانستان کې د نیول شویو خبریالانو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونه وايي چې یوازې په مې میاشت کې ۱۲ خبریالان له دې سره سره نیول شوي چې طالبانو د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب کمېسیون بېرته جوړ کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې د رسنیو د سرغړونو اوشکایتونو د څېړنې کمېسیون، چې د تېر حکومت په مهال جوړ شوی و، بېرته احیا شو.

د دې کمېسیون دنده ده چې د خبریالانو او رسنیو په اړه شکایتونه وڅېړي او په عین حال کې د خبریالانو او رسنیو خپلواک کار تضمین کړي.

د مطبوعاتو د قانون له مخې، د رسنیو او خبریالانو په اړه شکایتونه باید د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون وڅېړي او دا کمېسیون کولی شي چې د رسنیو او خبریالانو له لوري سرغړونې د تایید لپاره محکمې ته راجع کړي.

خو طالبانو د دغه کمېسیون له موجودیت سره سره خبریالان نیولي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې لیکلي چې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې غندي او له دوی په کلکه غواړي چې د ژورنالېستانو د خوندیتوب په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي او د مطبوعاتو قانون رعایت کړي.

د بې پولې خبریالانو د مالوماتو پر اساس خالد قادري، میرزا حسني، جمال الدین دلدار، خان محمد سیال، بصیره مصمم، الغ بېګ غفوري، جاوید اعتمادي، علي اکبر خیرخواه، رومان کریمي، سمیع الله، فرزاد او فیروز غفوري هغه خبریالان دي چې د مارچ د ۲۸ او د مې د ۲۲ ترمنځ نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG