د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ملګرو ملتونو د زده کړو لپاره د افغان نجونو پر سفر بندیز زړه ماتوونکی عمل وباله


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو سازمان، د طالبانو له‌خوا متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره د نجونو پر تګ بندیز زړه ماتوونکی عمل بولي او پر طالبانو غږ کوي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ژمنې عملي کړي او نجونو ته زده کړو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي د ویاند مرستیالې فلورنسیا سوتو نینو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومیت نه یوازې هغوی، بلکې ټول افغانستان اغېزمنوي.

د نينو په وينا، زده کړو ته لاسرسی د ښځو او نجونو د بشري حقونو یوه برخه ده او د ښځو له بشپړې ونډې پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولی.

هغې زیاته کړه: "هغه کار چې موږ به ورته دوام ورکوو دا دی چې د مسوولو چارواکو څخه غوښتنه وکړو چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپل تعهدات وساتي. موږ د ښځو د حقونو دفاع ته دوام ورکوو ځکه افغانستان د دوی د بشپړ ګډون پرته پرمختګ نه شي کولای. دا 'د نجونو پر سفر د طالبانو بندیز' واقعاً زړه ماتوونکی دی چې هغه ښځې چې غواړي خپل له حقونو څخه ګټه واخلي، له دې کار څخه منع کېږي."

د چهارشنبې په ورځ طالبانو سلو نجونو ته د کابل له هوايي ډګر څخه د لوړو زده کړو د دوام لپاره دوبۍ ته د تلو اجازه ورنه‌کړه.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د بندولو په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته، د متحده عربي اماراتو یو مشهور سوداګر خلف احمد الحبتور په دوبۍ کې دغو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړه.

خلف احمد الحبتور
خلف احمد الحبتور

احمد الحبتور د چهارشنبې په ورځ په خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې پر خپل عمل له سره غور وکړي.

یوه له هغو نجونو څخه چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا متحده عربي اماراتو ته له تګه منع شوې وه او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې که څه هم د دوی د کورنۍ نارینه غړي د شرعي محرم په توګه له دوی سره وو، طالبانو له ناوړه چلند سره دوی یې له هوايي ډګره وشړلې.

هغې وويل چې په تېر یو کال کې يې خپلې ټولې هیلې په دې بورسیې پورې تړلې وې خو دغه بندیز دا ناامېده کړه.

نوموړې زیاته کړه: "موږ د دې خبرې تشویش درلود چې محرم نه لرو او پرته له محرمه څنګه بهر ته سفر وکړو؟ که څه هم زموږ کورنیو موږ ته د تلو اجازه راکړې وه، خو له بده مرغه طالبانو له محرم سره هم اجازه رانه کړه چې ولاړ شو. موږ یې په ډېر زشت چلند له هوايي ډګر څخه وایستلو، چې دې پر ټولو نجونو خورا بد اغېز وکړ."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې موضوع د لامل په اړه د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر هم واخلي، خو د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو دغه اقدام له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې د یوه پیغام په ترڅ کې د طالبانو دغه عمل غیر اسلامي او غیر انساني بللی او ویلي یې دي چې دا یو قصدي عمل دی څو خلک په جهل او تیارو کې وساتي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان رییسې شهرزاد اکبر په دې اړه په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کې لیکلي چې طالبانو له نجونو د زده کړې حق اخیستی او د دې حق د لاسرسي فرصت هم چې په بهر کې د نورو له‌خوا دوی ته په نظر کې نیول شوی له دوی څخه اخیستل کېږي.

نوموړې پوښتلي، که دا جنسیتي آپارټایډ نه دی، نو څه دی؟

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو له پیل راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې د هغوی پر لوړو زده کړو هم بندیز لګول شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG