د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه؛ « ۸۰ سلنه له زده کړو لرې او ۳۰ سلنه پوره محرومې دي »


یوه افغانه نجلۍ له زده کړو د محرومیدو له امله ژاړي - ارشیف
یوه افغانه نجلۍ له زده کړو د محرومیدو له امله ژاړي - ارشیف

د پاملرنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې زده کړو ته لاسرسی په افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه ده ، او دا ننګونه د نجونو لپاره نوره هم ستونزمنه شوې ده.

دغه سازمان وایي، چې شخړې، جګړې،کډوالي، جبري بې ځایه کېدنه، طبیعي پېښې، او بېوزلي د دې لامل شوې، چې په پراخه کچه ماشومان له زده کړو بې برخې شي.

د دې ادارې د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، په سلو کې ۸۰ نجونې او ځوانې ښځې چې د زده کړو مستحقې دي، او شمېر یې دوه نیم میلیونه ته رسیږي، لیک لوست نشي کوی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په سلو کې ۳۰، نورې یې چې شمېر یې یو میلیون دی ان لومړنۍ زده کړې نه شي کولای.

خو افغان نجونې تسلیمې شوې نه دي، دا نجلۍ په انلاین ډول زده کړې کوي او په کور کې خپل درسونه تکراروي- ارشیف
خو افغان نجونې تسلیمې شوې نه دي، دا نجلۍ په انلاین ډول زده کړې کوي او په کور کې خپل درسونه تکراروي- ارشیف

د پاملرنې موسسه وايي، افغانستان یوازېنی هېواد دی ، چې د نجونو زده کړې پکې منع دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ « ملت ته د حکومت د حساب ورکونې» په نوم په یوه پروګرام کې وویل چې دوی شاوخوا لس میلیونه زده کوونکي لري، چې څلور میلیونه یې نجونې دي.

دغو چارواکو نه دي ویلي، چې په دغو نجونو کې څومره په ښوونځیو کې او څومره په دیني مدرسو کې زده کړې کوي.

د پاملرنې موسسې په وینا، د 2022 په دسمبر کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ بندیز له 100, زرو څخه ډیر نجونې اغیزمنې کړي دي، دوی په دولتي او خصوصي تعلیمي موسسو کې زده کړې کولې .

د دغه انسټیټیوټ په وینا، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز د افغانستان اقتصاد ۵،۴ میلیارده زیانمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده ، په افغانستان کې ښځينه زده کوونکي وايي، چې د ښوونځيو پرانيستلو ته په تمه دي، خو د طالبانو حکومت په دې برخه کې کومه هيله نه ده وکړې.

یوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو حکومت تر بلې خبرتیا پورې د نجونو ښوونځي وتړل ، خو تر اوسه د ښوونځیو د پرانیستلو هیله نشته.

افغان ښځو لسګونه ځله د دوی د تلف شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږونه هم پورته کړي
افغان ښځو لسګونه ځله د دوی د تلف شویو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږونه هم پورته کړي

دغې نجلۍ وویل:

" موږ ته ډیره دردونکې شوې ، کله چې د ښوونځي کلمه اورو ، تړل یې ذهن ته راځي ، هر ورځ راته وایي چې ښوونځي خلاصیږی ، خو نه دا هغه کیسه ده چې مور یې ماشوم ته د هغه د ویده کېدلو له پاره کوي ، دوی موږ ته هم هماغه کیسه کوي ترڅو ویده شوو حقیقت کې ښوونځي زموږ پر مخ نه پرانیستل کیږي. "

په همدې حال کې د کابل ولايت يوه بله زده کوونکې زيبا وايي، چې له زده کړو لرې پاتې کېدو يې ژوند ورتریخ کړی دی .

هغه وایي:

"دوه کاله له ښوونځیو او لیک لوست څخه لرې پاتې کېدل ، په موږ ټولو باندې ډیره سخته تمامیږي ، زموږ هیلې له خاورو سره خاورې دي ، دا د خواشینۍ ځای دی چې نجونې له زده کړې او تحصیل څخه پرته ژوند کوي. "

دا په داسې حال کې ده، چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدلو څخه څه باندې ۷۰۰ ورځې تېرې شوې دي، او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له بندېدلو څخه څه باندې ۲۳۰ ورځې تېرېږي، خو له ملي او نړیوالو غبرګونونو او غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو د زده کړو دروازې د نجونو پرمخ ندي خلاصې کړي .

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG