د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د طالبانو لسګونه فرمانونه؛ ځينې مېرمنې: ښځې له سختو محرومیتونو او روحي زیانونو سره مخ شوي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د فرمانونو په صادرولو او د سختو چلندونو په خپلولو سره د افغانستان د خلکو په تېره بیا د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي چې طالبانو د خپلې دوه کلنې واکمنۍ پر مهال دوی له اساسي حقونو بې برخې کړي او ډېر محدودیتونه یې پرې لګولي دي.

دوه کاله وړاندې طالبان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د اسد په ۲۴مه، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له ۱۵مې سره برابره ده پر افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شول؛ داسې واکمني چې پر ښځو او نجونو یې ډېر بندیزونه ولګول.

که څه هم د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده له خوا د ښځو پر ضد د صادر شوي فرمانونو کره شمېره معلوم نه ده، خو راټول شوي راپورونه ښيي چې تر اوسه پورې په دې اړه نږدې ۳۰ لیکلي فرمانونه او نا لیکلي لارښوونې صادرې شوي او پلې شوې دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي او په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ادعا وکړه چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونه په ښه توګه مراعات شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

خو په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونو د دوی پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

په هرات کې د دولسم ټولګي زده کوونکې عاطفه وايي، پوهنتون ته دتللو حق ورڅخه اخیستل شوې او اوس پرته له کومې خاصې انګېزې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

هغه وايي: "پوهنتون ته د تلو حق مې له لاسه ورکړ، د ښوونځي په وخت کې له سختو ستونزو وروسته، هیله مې دا وه چې پوهنتون ته د تللو او د خپلې خوښې په برخه کې د زده کړې خوب په رښتیا بدل کړم، خو زما په څېر په سلګونو نورې نجونې هم وې چې له ورته حالت سره مخ شوې. امنیت او ازادي مو چې پخوا درلوده اوس یې نه لرو، سربېره پر دې، ډېری نجونې له رواني ستونزو سره مخ شوي."

د منځنیو ښوونځیو نجونې د طالبانو له واکمنۍ اوه میاشتې وروسته کله چې دوی د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د حمل په ۲مه نېټه ښوونځي ته تللې له ښوونځیو څخه منع شوې او د طالبانو د واکمنۍ په دوه کلنۍ سره هم نجونې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

په ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو له پيل سره په افغانستان کې يو شمېر ښځو د دې محدوديتونو پر ضد لاريونونه وکړل، خو د دوی لاريونونه له تاوتريخوالي، وهلو او ډبولو سره مخ شول او په ځينو مواردو کې دوی ونيول شوې او پر لاريونونو يې بنديزونه ولګول شول.

د طالبانو د حکومت د دوه کلنۍ په مناسبت د ښځو لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

د طالبانو له واک ته رسېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د دولتي ادارو زیاتره ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د تېر نظام د دولتي ادارې يوه پخواني کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل چې له اوزګارېدو وروسته يې اقتصادي وضعيت په بشپړ ډول بدل شو.

هغه زیاتوي: "ټولې ښځې چې په دولتي پوستونو کې یې کار کاوه، د خپلو کورنیو لپاره لږه یا ډېر نفقه راوړله، کله چې موږ دا وظیفه پرېښوده، زموږ لپاره لویه ستونزه جوړه شوه، زموږ په ژوند کې سل په سلو کې بدلون راغلی. له موږ څخه ماشوم پوښتنه کوي چې ماته جامې او یا د لوبو سامان واخله، موږ یې نه‌شو اخیستلای ځکه چې موږ په کور کې وزګار یو."

د طالبانو حکومت له لنډې مودې وروسته د ښځو سپورټونه غير ضروري وبلل او په ورزشي سياليو کې يې د دی پر ګډون بنديز ولګاوه.

خو ښځینه محصلانو په پوهنتونونو کې له هلکانو څخه په جلا ټولګیو کې په ېیلابېلو ورځو کې زده کړو ته دوام ورکړ چې بلاخره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۱ نېټه د طالبانو حکومت د یو حکم په صادرولو سره د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګاوه.

د یوه خصوصي پوهنتون ټولګی. د پوهنتونونو مسوولانو د طالبانو په امر د نجونو او هلکانو جلاوالی ومانه خو بیا هم یې په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. September 7, 2021
د یوه خصوصي پوهنتون ټولګی. د پوهنتونونو مسوولانو د طالبانو په امر د نجونو او هلکانو جلاوالی ومانه خو بیا هم یې په ټول افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. September 7, 2021

ثنا چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې د ستوماتولوژۍ پوهنځي د دويم کال محصله ده ازادي راډيو ته وويل، چې جنسي تبعيض شتون دا او ملګري یې ځوروي.

هغه وايي: "ما غوښتل چې د خپلو زده کړو له پای ته رسولو وروسته غوره ارتودانیسته شم. زما یو ټولګیوال چې هلک دی نن یې راته وویل چې زموږ درسونه پای ته ورسېدل اوسبا به د فراغت جشن ونمانځو، د دې خبرې په اورېدو زموږ نجونو له زړونو چې موږ ټول ټولګیوال وو، یوازې خدای خبر و. هغه اوښکې چې نن توې شوې، هغه زړونه چې نن مات شول، هیلې چې نن بیا له منځه لاړې."

د ۲۰۲۱ کال په پای کې د طالبانو حکومت ښځې له شرعي محرم پرته د اوږد واټن سفر څخه هم منع کړې.

د ۲۰۲۲ کال په منځ کې د طالبانو حکومت یو حکم صادر کړ او په هغې کې د لازمي ججاب امر وکړ هغه څه چې دوی ورته واضیع تعریف تر اوسه نه دی وړاندې کړی.

له دغه امر سره په تلوېزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخونو د پټلول هم اجباري وګرځول شول.

همدارنګه، ښځې له تفریحې پارکونو، حمامونو، او سپورتي کلبونو څخه هم منع شوې.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ مه د طالبانو حکومت په افغانستان کې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د یوې غیردولتي موسسې یوه پخواني کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې د خپل ژوند د وضعیت په اړه په اړه وویل: "اوسمهال په کور کې یم، په سختو شرایطو کې ژوند کوم، مالي وضعیت مې ډېر خراب دی، له ذهني پلوه ډېر زیانمنه شوې یم.کاش چې یوازې زه د بې‌کارۍ له امله ځورېدلی وای، زما کورنۍ هم ځورېږي ځکه چې زه په خپله کورنۍ کې یوازېنی نفقه راوړنکی وم."

د روان کال د اپرېل په څلورمه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر افغان ښځو د کار کولو بندیز هم ولګېدو او سر بیره پر دی په افغانستان کې په سینګارتونونو کې پر ښځو د کار کولو بندیز هم یو له هغو لویو بندیزونو څخه و چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت له خوا ولګول شو.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره هیدر بار په افغانستان کې د ښځو وضعیت کړکېچن بولي او وايي چې طالبان لا هم د ښځو د حقونو په برخه کې سخت دریځي کوي.

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې غبرګون کافي ونه باله.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره هیدر بار
د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مشره هیدر بار

نوموړې وویل: "دا یو ډیر تریخ حالت دی او که صادقانه ووایم، په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې غبرګون کافي نه دی، نړیوالې ټولنې د دې بحران په اړه چې څومره اندېښنې او تعامل ته اړتیا ده ځواب نه دی ورکړی."

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویانده نبیله میسرالی وايي، دوی د طالبانو له خوا د زیاتېدونکي جبر او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سیستماتیک محرومیت شاهدان دي.

هغې ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ټینګېدل له طالبانو سره د اروپايي ټولنې د تعامل یو مهم شرط دی.

نوموړې زیاته کړه: "موږ د طالبانو له واکمنو چارواکو څخه غواړو چې د بشري حقونو د نړیوالو سندونو سره سم د ټولو افغانانو د بشري حقونو او اساسي آزادیو ملاتړ وکړي. په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو په بشپړه ډول ټینګېدل له واکمنو چارواکو سره د اروپايي ټولنې د تعامل یو مهم اصل دی."

تر دې وړاندې امریکا او د نړۍ ګڼو هېوادونو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو رعایتولو پورې مشروطه ګڼلې ده.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومت لخوا په افغانستان کې پر نجونو او ښځو لګول شوي ټول بندیزونه تل د افغانستان دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي، خو د طالبانو حکومت خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي او تل یې ټینګار کړی چې دا د افغانستان داخلي مسایل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG