د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

مککال: له طالبانو سره د امریکايي استازو خبرې باید ودرول شي


د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال د افغانستان لپاره د دغه هېواد له استازو غوښتي چې له طالبانو سره دې خبرې ودروي.

په دوحه کې د امریکا د استازو او د طالبانو حکومت د دوه ورځنۍ غونډې په اړه له غبرګونونو وروسته د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال د افغانستان لپاره د دغه هېواد له استازو وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې ودروي.

جمهوري غوښتونکی مایکل مککال د ډیموکرات جو بایډن د ادارې، په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو، یو له سخت منتقدینو څخه دی.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د چهارشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د استازې رینا امیري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د مککال په حواله ویلي چې له طالبانو سره خبرې اترې له افغان ښځو او نجونو سره مرسته نه کوي.

مککال زیاته کړې: "د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپلو فرمانونه نن ورځ د هغه وخت په پرتله ډېر شوي چې رینا امیري په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه. افغانان د متحده ایالاتو څخه د لا زیاتو معاملو غوښتونکي نه دي، ځکه چې دا د افغان مېرمنو او نجونو سره مرسته نه کوي او دا د طالبانو په عادي کېدو کې مرسته کوي. دا غونډې باید ودرول شي."

رینا امیري تېره اوونۍ په دوحه کې د طالبانو حکومت له پلاوي سره د هغې او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ تر دوه ورځنۍ ناستې وروسته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي: "‏د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای طالبانو سره خبرو ته کېناستم."

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د استازې رینا امیري

دا غونډه تر دې وړاندې هم له نیوکو سره مخ شوې ده.

په تېرو څو ورځو کې یو شمېر فعالانو او یو شمېر افغان سیاسي او مدني خوځښتونو په رینا امیري نیوکې کړي او ویلي یې دي چې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د استازي په توګه دا ناسته باید د افغان ښځو او د بشري حقونو د فعالانو په نوم توجیه نه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله رمزیه سعیدي وايي، افغان ښځې نه غواړي له طالبانو سره تعامل وکړي.

نوموړې وايي، که دوی وغواړي له طالبانو سره خبرې وکړي، باید خپله د خپلو ځانونو استازیتوب وکړي، نه بل څوک.

هغې زیاته کړه: "لږ تر لږه هغه کسان چې په رښتینې توګه د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي باید په دې غونډو کې برخه واخلي، نه هغه کسان چې د پردې تر شا او په واقعیت کې بیل نظرونه لري. تېر کال هم غونډې وشوې، خو کومه پایله یې نه درلوده."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله هدا خموش دغه ناستې بې پایله ګڼي او وايي، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې دا ثابته کړې، چې دوی خبرو ته چمتو نه دي.

د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش
د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش

خموش زیاتوي: "په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لارې وې چې طالبان د هر اړخیزو پروګرامونو په مرسته او د ښځو په منلو سره د افغانستان اصلي واکمن شي، خو هغوی خپل حقیقت ثابت کړ او د ښځو او د بیان پر ازادۍ یې محدودیتونه ولګول."

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا استازو، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي او ملګري پلاوي سره دوه ورځنۍ ناسته درلوده او دواړو لورو د باور جوړولو او د افغانانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

که څه هم دا د امریکا د پلاوي او د طالبانو د حکومت تر منځ لومړنۍ رسمي ناسته وه، خو مخکې هم د افغانستان د وضعیت، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په اړه غونډې شوې وې، خو د دغو ناستو له پای ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG