د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

وېسټ: دوحه کې طالبانو سره خبرې مفصلې او څرګندې وې


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په قطر کې د طالبانو له استازو سره وروستۍ خبرې اترې، مفصلې او څرګندې بولي او وايي چې د افغانانو د ملاتړ او د ګټو خوندي کولو لپاره د دغو خبرو دوام اړین دی.

هغه پرون په خپلې ټویټرپاڼه لیکلي چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره دوه ورځنۍ خبرې اترې تفصیلي او روښانه وې.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو خبرو اترو دوام د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ګټو د خوندیتوب لپاره اړین دی.

خو ځينې افغان مېرمنې وایي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ناسته د دواړو خواوو د سیاسي ګټو لپاره ترسره شوې.

دوی وايي چې دا غونډه د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ژوند د وضعیت په ښه کولو کې د پام وړ رول نه لوبوي.

د سیاسي چارو کارپوهه او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ
د سیاسي چارو کارپوهه او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ

د سیاسي چارو کارپوهه او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "د مثال په ډول، د زده کړې حق، د کار حق او د انتخاب حق. طالبان اصلاً په دې خبرو باور نه لري او زه فکر نه کوم په نږدې راتلونکې کې سمه پایله تر لاسه کړو، خو دا چې نړیوال سیاست څه کوي او طالبان په کوم لور بيايي دا یو جلا بحث دی. باید هېر نه‌کړو چې له طالبانو سره د نړۍ معامله د دوحې له تړون څخه مخکې پیل شوه او د هماغه معامله وه چې له امله یې دا تړون یې لاسلیک کړ او افغانستان يې طالبانو ته وسپاره."

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي هم په دوحه کې د امریکا د استازو او طالبانو د ناستې په اړه داسې وايي: "دې ناستو د افغان مېرمنو لپاره هېڅ مثبته پایله نه درلوده ان دا چې د امریکایي استازو لیدنه او کومې غونډې چې په قطر او قزاقستان کې ترسره شوې هم کومې پایلې نه درلودې. په افغانستان کې ښځې اوس په بشپړه توګه حذف شوي دي."

دغه راز د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي د قطر د بهرنيو چارو وزارت کې د نړيوالو همکاريو په چارو کې د دولت له وزير سره وکتل.

په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپل ټویټر کې لیکلي چې له لولوه الخاطر سره په لیدنه کې یې د پوهنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې د افغان ښځو او نجونو پر رښتیني ملاتړ خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل ټوېټر پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د دوحې په کوربه توب د امریکا او افغانستان د ناستو پر پایلو او له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او اقتصادي برخو کې د مرستو پر لارو چارو خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت، له شپږم ټولګي څخه پورته تر پوهنتونه نجونې له هر ډول زده کړو منع کړي، ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو پوهنتونونو، تفریحي ځایونو او لوبغالو ته د تللو اجازه نلري او ان په لارو او بازارونو کې یې د ښځو په تګ راتګ بندیز لګولی او د حجاب اغوستل یې لازمي کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته، دا په قطر کې د امریکا او طالبانو د ځانګړو استازو تر منځ لومړۍ ناسته ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG