د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

امیري: له طالبانو په وار وار د بشري حقونو د وضعیت سمون په بېړنۍ اړتیا ټینګار شوی


د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، په دوحه کې یې له طالب چارواکو سره غونډه کې په مکرر ډول د بشري حقونو د اوسني حالت د سمون په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانانو په غوښتنه او په بشري چارو په ځانګړي ډول په افغان نجونو او ښځو د افراطي بندیزونو د مخنیوي لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړي.

مېرمن امیري چې د امریکا متحده‌ایالاتو د پلاوي برخه وه، له طالب چارواکو سره له دوه ورځنۍ غونډې وروسته تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې غونډه کې یې په په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

هغې زیاته کړې"موږ د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لېرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خلاصون، د جسمي مجازاتو ختمول، په رسنیو او بیان ازادیو د فشار ختمول وغوښتل."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د دې یادونه هم کړې د امنیت، اقتصادي پرمختیا او ثبات د ترلاسه کولو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره بشري حقونو ته درناوی اساسي ارزښت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو اوسنی رژیم د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو په پراخه نقض تورن کړی دی.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې دوی د افغان نجونو او ښځو حقونه خوندي ساتلي، خو پر دوی تور دی چې نجونې او ښځې یې د تعلیم، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي مشارکت څخه محرومې کړي دي؛ هغه څه چې د دوحې په غونډه کې یې د محوه کېدو غوښتنه شوې.

د دوحې د غونډې په اړه هم د امریکا متحده‌ایالاتو او هم د طالبانو رژیم اعلامیې خپرې کړي دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د ټام وېسټ او رینا امیري په ګډون یې پلاوي د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل شول چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا خبر ورکړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې پر لارو چار، د تورو لیستونو او بندیزونو د لېرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې او بشري حقونو پر مسایلو خبرې شوي.

خو پوښتنه دا ده چې دواړه لوري په اوسنيو شرایطو کې کومې هوکړې ته رسېدای شي؟

د سیاسي مسایلو شنونکی سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې ټکر اصولي دی او طالبان باید نرمښت وښيي.

د سیاسي مسایلو شنونکی سمیع یوسفزی
د سیاسي مسایلو شنونکی سمیع یوسفزی

یوسفزي وویل: "داسې هېواد چې په مېرمنو یې مطلقه پابندي لګولې وي، ټول حکومت یوازې د طالب یا هم هغه چا لپاره وي چې د طالب غوندې فکر او ژوند ولري، ۴۰ میلیونه نفوس یې مجبور کړی وي چې یا له وطنه وتښتي او یا هم په خپل هېواد په داسې حال کې پاتې شي چې نجونې به یې د تعلیم حق نه لري او دوی به د بیان او انساني ازادۍ حق نه لري. زما په اند کرښې معلومې دي. نړیواله ټولنې اصولي موقف کې ده اود طالبانو چې کوم موقف دی هغه نه د افغانانو او خپله د طالبانو د اکثریت وزیرانو او نړیوالې ټولنې لپاره قابل د قبول نه‌دی."

پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا بیا د ستونزو د یوه منځګړي په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا

هغه وویل: "په اوسنیو حالاتو چې په افغانستان کې مشکلات او د امریکا او نړیوالو نیوکې زیاتې دي، زما په اند دې‌ته اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو یو څوک باید منځګړتوب وکړي."

امریکايي پلاوي له دې وړاندې هم طالب چارواکو سره دوحه کې غونډې کړي، خو داسې پایله یې نه‌ده ورکړې چې پر بنسټ یې په افغانانو په ځانګړي ډول په افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونه او فشارونه له‌منځه یوسي.

طالبانو په افغانستان کې له زده کړو او کار د نجونو او ښځو د راګرځولو سربېره پر دوی ګڼ نور غبرګونونه هم لګولي، چې د دغو نجونو او ښځو په وینا دوی یې په ترڅ کې له ټولنیز ژوند څنډې ته شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG