د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د افغانانو ملاتړ لپاره د امریکا کانګرس ته یو ګډ پرېکړه لیک وړاندې شوی


د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا د استازو جرګې یو شمېر جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو غړو د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو د ملاتړ په هدف د دغه هېواد کانګرس ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړی.

د امریکا استازو جرګې یو شمېر غړو په یو ګډ پرېکړه‌لیک کې د جوبایډن له ادارې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو له نقض سره د مقابلې لپاره یوه جامع ستراتېژي برابره کړي.

د امریکا د استازو جرګې د دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو استازو په دغه ګډ پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ښځو ضد د طالبانو وروستیو کړنو ته اشاره کړې او د مخنیوي لپاره‌یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د استازو جرګې یوه جمهوري غوښتونکي غړي جیسون کرو د چهارشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه لیکلي، په دې پرېکړه‌لیک کې د طالبانو حکومت له‌خوا د افغان نجونو او ښځو او دغه‌راز قومي او مذهبي اقلیتونو د ځورولو څېړل هم شامل دي.

طالبانو تل په افغانستان کې د قومي او مذهبي اقلیتونو د ځورولو په تړاو ورته ادعاوې رد کړې دي.

د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي غړي جیسون کرو په وینا، دغه پرېکړه‌لیک د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او په ټوله کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هڅوي چې له خپلو متحدانو سره په ګډه د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض مخنیوي ته اوږدمهاله تګلاره جوړه او طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

کرو ویلي: "طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ظالمانه سرغړونې کړي او باید حساب ورسره وشي. امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، موږ اخلاقي دنده لرو چې د خپلو ملګرو ملاتړ وکړو چې اوس د طالبانو د تاوتریخوالي هدف دي، له دې پرېکړه‌لیک سره زما جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات همکاران موافق دي."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د طالبانو حکومت بیا د بشري حقونو په برخه کې د سرغړونو په تړاو د ورکړل شويو راپورونو خلاف تل خپل ننګه کړې او ویلي دي چې د بشري حقونو په تړاو د نړیوالو خبرې یوازې پروپاګند دی.

د استازو جرګې بل ډیموکرات غړی والټز وايي: "زموږ له وتلو وروسته، طالبان د تېر په څېر مذهبي او توکمیزو لږکیو پر وړاندې بې‌عدالتي، د ښځو او نجونو د اساسي حقونو شاتګ په شمول، خپل خورا ظالمانه چلند ته مخه کړې، زه ویاړم چې په دې پرېکړه‌لیک کې له خپلو همکارانو سره یوځای یم چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر طالبان ځواب ویونکي وبولم."

د استازو جرګې دغه غړی وايي، هغه کسان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي، وضعیت‌ یې خراب دی، طالبانو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه منع کړي، قومي او مذهبي اقلیتونه د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ دي.

خو طالبانو بیا د ښځو او نجونو په وړاندې د محدویتونو راوستل د دوی په وینا اصلاحات او د شرعیت له مخې د یو چوکاټ جوړول په ګوته کړي.

ښځنیه فعاله سپوږمۍ اوریا بیا د امریکا د استازو جرګې د غړو دغه څرګندونو ته په اشارې سره وايي چې امریکا باید په طالبانو فشارونه زیات کړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "امریکا باید تر هغې چې د افغان ښځو حقونه ټینګ شوي نه‌وي طالبان په رسمیت ونه‌پېژني، طالبانو دوه کاله افغان ښځې او نجونې په کورونو کېنولي، امریکا باید په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي."

پخوانی ډیپلومات او د چارو کتونکي عزیز معارج بیا د امریکا د استازو جرګې دغه څرګندونې پر طالبانو د فشار په معنی بولي.

هغه وویل: "اوس وخت کې چې د سنا مجلس او استازو جرګې غړي کومې څرګندونې کوي دا ټول هغه لوبه ده چې امریکا غواړي په طالبانو فشار راوړي، هغه هم د دې لپاره چې په دې وروستیو کې ځینې ناستې کېدونکې دي لکه د مسکو فارمټ ناسته او په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ ناسته."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا کانګرس د غړو د دغو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ښځو په شمول د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي اصولو په رڼا کې ټینک کړي.

خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو منع شوي، ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کاره راګرځولي او تازه‌یې د ښځو په سلګونه سینګارتونونه هم وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG